افغانستان

غزنی : لاريون کوونکي وايي نوی ښاروال په هيڅ صورت ورته د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): په غزني ولايت کې د همدې ولايت سلګونه کسانو د نوي ښاروال فريدون احمدي د بيا ښاروال کېدو پر ضد لاريون وکړ.

فريدون احمدي څلور مياشتي مخکي د ولسمشر له لوري له دندي ګوښه او په فساد تورن وبلل شو او پر ځای يې انجينر نصير احمد لليزی ښاروال شو ، هغه مهال ځينو خلګو د ولسمشر له يادي پريکړي سره د مخالفت په خاطر ۱۳ ورځي د غزني په ښار کې احتجاجي خېمه وهلې وه.

خو درې ورځي وړاندي ولسمشر يو ځل بيا په فساد تورن ښاروال د غزني لپاره د ښاروال په توګه وګوماره او ورسره سم د غزني اوسېدونکو لاريون پيل کړ.

لاريون کوونکو ويل : فريدون احمدي او ملاتړي يې د خلګو ځمکي غصبوي ، په فساد تورن کسان دي چې د ولسمشر له لوري يو ځل بيا واک ته رسول کيږي او موږ فريدون په هيڅ صورت د نوي ښاروال په توګه نه شو منلای.

لاريون کوونکو دوه ساعته د کابل ـ کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

ولسمشر له لاريون کوونکو سره په ټيليفوني اړيکه کې ژمنه کړې چې شته خنډونو ته به ژر د پای ټکي ږدي.

د ولايتي شورا غړی عبدالجامع جامع چې د لاريون له سمبالوونکو څخه دی وايي (( راتلونکې پنجشنبه د غزني په ښار کې د تحصن خېمه وهي او تر هغې به ولاړه وي چې دغه ښاروال له دندي لري شوی نه وي )).

د غزني نوي والي له لاريون کوونکو غوښتي تر څو د ولسمشر فرمان ومني او په ضد يې له لاريون کولو لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x