
بیړنۍ خبر: زوروي چاودني د کابل ښار ولړزوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): څو شیبې وړاندي په کابل کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې ټوله ښار ولړزید او د چاودني دروند اواز د پلازمیني تر هر کونجه ورسیدی.
چاودنه په ځايي وخت یوه نیمه بجه شاوخوا (01:25) را منځته شوه ، د چاودني نوعیت یې لا نه دی معلوم شوی.
د چاودني وروسته په ټول ښار کې برقونه قطعه شول خو د لسو دقیقو وروسته بیرته برقونه را وګرځېدل.
ځینو امنیتي سرچینو ځايي خبریالانو ته ویلي چې کیدای شي کوم راکټ را غورځول شوی وي، خو مالوم نه دی چی چیري لګېدلی. د چاودني زور ته په کتو داسي نه ښکاري چې راکټ به وي.
ځیني سرچیني وايي چې چاودنه د ګاز په یوه لویه ذخیره کې را منځته شوې.
تازه راپورونه وايي چې د امریکایانو پر پوځي قرارګاه (نارت ګیټ) میلمستون باندي د لوي موټر په واسطه چاودنه شوې او د هغه وروسته څلورو تنو بریدګرو جګړه پيل کړې ده..
بشپړ جزئیات وروسته…