افغانستان

طالبانو په کابل کې د بهرنیانو پر میلمستون د چاودني مسؤولیت په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): په کابل کې نن د شپې یوه نیمه بجه شاوخوا زوروه چاودنه وشوه چې له امله یې د کابل ټول ښار ولړزید او تر لیري لیري د چاودني زورور غږ واوریدل شو.

د لومړنیو راپورونو سره سم چاودنه د نارت ګیټ په نامه د بهرنیانو میلمستون ته نیژدې شوې او د چاودني وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې د کابل ښار د نهمي حوزې اړوند چرخي پله سیمه کې د امریکايي ځواکونو اړوند نارت ګیټ میلمستون باندي د لوي مازدا ډوله موټر په واسطه چاودنه وشوه چې له امله یې د میلمستون امنیتي موانع له منځه ولاړه.

نوموړي زیاته کړې چې د لومړۍ چاودني وروسته یو شمېر نور طالبان د میلمستون منځته ننوتل او هلته پر میشتو کسانو یې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پيل کړه.

مجاهد وویل چې تر اوسه جګړه دوام لري، خو دا یې ونه ویل چې په دغه عملیاتو کې څومره کسانو ګډون کړی.

مجاهد زیاته کړې چې د نارت ګیټ میلمستون په کابل کې د امریکایانو په سرپرستۍ د بهرنیانو د عیاشۍ او فحاشۍ وروستی مرکز وو، چې هره شپه په کښي د ۳۰۰ څخه بیا تر ۴۰۰ پوري بهرنیان اوسیدل.

نوموړي ویلي چې دغه میلمستون ته نیژدې شاوخوا د ملکي کسانو کورونه او تاسیسات نشته چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نارت ګیټ (northgate hotal) پوځي مرکز ته ورته امنیتي میلمستون دی، چیري چې بهرني میلمانه، قراردادیان، د موسسو کارکوونکي، پوځي لوی مامورین، دیپلوماټان، بهرني خبریالان او نور ورته کسان اوسیږي، او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي ژوند کوي.

دغه میلمستون نه یوازي میلمنو ته په خپل ځای کې دننه د اوسیدو اسانتیاوي برابروي، بلکي د پوځي او دیپلوماټیک کاروانونو د حفاظت چاري، قرارګاو، سفارتونو او د عملیاتو ډګر ته خوراک، تېل، وسله او هر نوعه اړوند شیان رسول یې د کار یوه برخه ده.

دغه میلمستون په خپله لویه احاطه کې دننه د اوسیدلو لپاره کمرې، دفترونه، میټنګ هالونه، د موټرو ورکشاف، د لوبو ځایونه، د ټریننګ مرکزونه، د تیلو پمپ وغیره لري.

https://www.youtube.com/watch?v=QBZlfpZH-LA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x