نظــر

د ګوانتنامو یو ساتونکی څنګه مسلمان شو؟

تيري هولدبروکس د ګوانتنامو د کرغیړن زندان یو تن ساتونکی وه. ګوانتنامو هغه بدنام زندان دی چې د ازادۍ او بشردوستۍ د سالار هیواد امریکا لخوا اداره کیږي، او بندیانو ته په کې رنګارنګ شکنجې او ډول ډول تعذیبونه ورکول کیږي.

هولدبروکس ته د خپلو مشرانو لخوا امر شوی وه چې بندیان تر خپلې وسې پورې تر تعذیب لاندې وساتي. مشرانو به یې همیشه د زندان ساتونکي پوهول او له غوږو به یې ورتیروله چې د ګوانتنامو بندیان د ځمکې پرمخ تر ټولو شریر او خطرناک خلک دي، دوی د بن لادن لپاره کار کوي او چې په کوم ځای کې يې درباندې لاس بر شي په وژلو مو صرفه نه کوي.

خو له دې هر څه سره به هولدبروکس له بندیانو سره ښه چلند کاوه او پر هغوی د تعذیب د کمولو کوښښ به یې کاوه. له همدې کبله د بندیانو ترمینځ د (نرم زړي ساتونکي) په نامه مشهور شو، خو دده ملګرو به بیا دا کار یو ډول خیانت باله.

د ګوانتنامو په زندان کې د هولدبروکس لپاره تر ټولو ډیره زړه راښکونکې او جالبه ننداره دا وه چې د ورځې به د بندیانو پر شونډو همیشه موسکا غوړیدلې وه او د شپې به یې د الله (ج) ذکر او عبادت کاوه.

اما ملحد هولدبروکس به له خپلو ملګرو سره شپه په شرابو او فحشاوو تیروله. یوه شپه یې له یو بندي سره خبرې اترې کولې، بندي د ۵۹۰ شمیرې لرونکی او د المغرب اوسیدونکی وه او احمد الراشدي نومیده. له بندي سره تر خبرو او بنډار وروسته هولدبروکس له یو هیښوونکي حالت سره مخامخ شو، ځکه چې د لومړي ځل لپاره یې اسلام په رښتیني او حقیقي معنی وپیژانده، نه هغه اسلام چې امریکا یې نوم تحریف او بدنام کړی او بیا دوی ته ورپیژندلی وه.

هولدبروکس ته رښتیني اسلام ډیر خوند ورکړ، وروسته له دې به هره شپه د احمد خوا ته ورتلو او ددې پرځای چې شپه له ملګرو سره په عیاشۍ او فحاشۍ تیره کړي له احمد څخه به یې د اسلام په باره کې معلومات ترلاسه کول.

هولدبروکس یو شمیر اسلامي کتابونه پیدا کړل او هغه به یې مطالعه کول، یوه ورځ یې یو قلم او د کاغذ یوه کوچنۍ ټوټه له ځان سره واخیستل او د اوسپنیزو پنجرو په یو سوري کې يې احمد ته ورکړل، له احمد یې غوښتنه وکړه چې د شهادت کلمه پرې په انګلیسي حروفو ولیکلي، او لږه شیبه وروسته د ګوانتنامو د زندان له مینځه په اوچت اواز د مبارکې کلمې زمزمې پورته شوې.

هولدبروکس خپل نوم په (مصطفی عبدالله) بدل کړ، او د ګډا، نڅا، عیاشۍ او فحاشۍ ژوند یې په لمانځه او د قرآن کریم په تلاوت بدل شو.

نوموړی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا له پوځ څخه ځان راوویست او اوس په یو اسلامي مرکز کې د مشاور په توګه دنده ترسره کوي.

مصطفی عبدالله وايي چې ما اسلام قبول کړ، او د امریکا په پوځ کې مې دنده پریښوده، خو د تعذیب او شکنجو هغه خاطرې او یادونه چې ما په ګوانتنامو کې لیدلي، تر اوسه مې سخت ځوروي، نه مې له یاده اوځي او نه یې هیرولی شم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x