نظــر

خپل وطن ګل وطن؟؟؟

نصیب ځدراڼ

چې پاکستان کې پولیس افغان مهاجر ونیسي، پیسی تر یوسي،د خپل کور نه یې بې کوره کړی،یا په عربو کې کفیل ظلم ورسره وکړي نو بیا یې بیخي نه هیریګي.رد بد ورته وایې،او د انتقام لمبې یې په زړه کې ورته تاویږي.

تر دي ځایه خو بالکل ورسره موافق یم چې د ظلم پر خلاف باید غږ پورته شي.او تر خپل وس پوری انتقام هم تر واخیستل شي.

خو چې کله خبر وطن ته راشي،امریکایي عسکرو د ملي اردو په پیره او ترجمانان دلال په رهبرۍ یې په کور کې اتڼ ورته اچولی وي،په خپل خړ پړ کور کې ناست وي بې پیلوټه بمبار ورباندی وکړی،کلي کې چې په لار روان وی،محلي پولیس جامې ورباندي وشلوي،په بازار کې یې ملی امنیت نه پریګدي،په سړک چې دانګریزانو قطار ورباندي راشي نو هغوی ته به پوخ سړک پریګدی او خپل موټر به کچې ته کړي.

خو دلته نه د انتقام خبر کوي نه د ظلم په خلاف د غږ پورته کولو خبر کوي.

دلته بیا افغانان کله ملک صیب، کله د وکیل صیب، کله د ولسوال صیب، کله د قوماندان،کله د وزیر صیب لپاره ځانونه غلي کړي.هغه ورته وایې چې انګریزان زموږ د وطن د پرمختګ لپاره راغلي،د دوی خلاف چې څوک جنګیږي هغه ترهګر او د نورو هیوادنو خلک دي.

په همدي افغانان ځانونه غلي کړي، ډیر دردونه په زړو کې پټ کړي او دا فکر هم پریږدي چې وطن کې واک د هغوی دی د چا لاسونه چې د افغانانو په وینو ککړ دي،چارواکي مو په اداري فساد کې غرق دي،چا چې ټول عمر په اروپا او ماسکو کې تیر دی.

له دی نه ندي خبر چي په ژمي کې چې لرګي نه وي نو څومره سخته شپه تیریږی؟په دي نه دی خبر چې کور کې دي مریض وي او د جنګ د لاسه لار بنده وي او بازار او کلینک بند وي نو د مریض او د کورنۍ احساسات څه وي؟په دي نه دي خبر چې کله چې په کلي کې کوم یوه کور باندي بمبار شي نو په کمزوریو وسایلو مړي او زخمیان څنګه راویستل کیږي؟نه په دي خبر دي چې کله چې په کومه ورز کار نشي پیده نو د مازدیګر تش لاس کور ته راتلل څومره سخت وي؟دا غم یې کله نده احساس کړی چې د ځوان بچي د مرګ غګ په انسان څنګه تاثیر کوي.

خپل وطن یقیناً ګل وطن دی،خو دا به هلته په رښتیا ګل وطن شي کله چې هغه خلک زموږ واکمنان شي چې څوک خپلواک وي،د خپل جوب او بانک اکاؤنټ پر ځای د افغانانو د دردونو غم وخوري،کله چې زموږ فضاء کې د بې پیلوټو،جیټ الوتکو،او اپاچي چورلکو غګ ورک شي،کله چې د افغانانو د اسلامي نظام هغه ارمان پورا شي د کوم لپاره یې چې د روس او بیا د ناټو په خلاف په میلنونو ځوانان قربان کړل ،کله چې خپل وطن والو په خپل کور کې د ترهګرو او پنجابي په نوم نه وژل کیږی،کله چې تعصب ختم وي، یو لوی اکثریت ته د ترهګر نوم ورکولو نه ورسته د هغوی ټول حقوق خوړل بند شي، د خارجي هیوادو د پوځي بیسونو،هوایي میدانونو،پر ځای پوهنتون، مدرسه، روغتون، مکتب او فابریکه جوړه شي.

دا وطن به هلته ګل وطن شي او الله دي وکړي چې موږ ټول د خپل وطن نه د ګل وطن جوړولو لپاره مبارزه وکړو،تر څو چې هغه وخت راشي چې زموږ وطن په رښتیا ګل وطن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x