نظــر

د طلوع تلویزیون غیري عادلانه قضاوت!

محمد سلطان شریفي

تقریبآ د تېرو لسو کلونو راهیسي د طلوع تلویزیون د خبري سرویس د خبریالانو څخه همدا یو خبر اورم، چي طالبان خپل مالي تمویل او تجهیز د تاریاکو او مخدره موادو د قاچاق له لاري پوره کوي او دا شبکې په داخل او بهر کي عام ولس په ذهني ډول پداسي یو ګونګ حالت او ابهام کي اچولی، چي ګواکي دا یوازي طالبان دي، چي د تاریاکو او مخدره مودادو په کرکیله او کاروبار ملوث دي او دولتي چارواکي خونو ټوله اسماني فرشتې دي او هغوی د دې ناوړې پدېدې سره هیڅ ډول تعلق نلري.

زه شخصآ د طلوع تلویزیون د نشراتو د مسؤلینو څخه دا پوښتنه کوم. چي ایا احمدولي کرزی طالب وو، چي د ټوله جنوب غرب حوزې د مخدره موادو قاچاق يې انحصار کړي وه؟

موږ د حامد کرزي د حکومت په دوران کی اطلاع درلودل، چي مارشال فهیم د شمال د زون ټوله قاچاق د جمهوري ریاست څخه رهبری کول. نو ایا مارشال فهیم طالب وو؟

ایا قومندان عطا، مارشال فهیم، احمدضیا مسعود، د هلمند اخندزادګان، کرزیان، د اروزګان مطع الله خان او په کندهار، هلمند، اروزګان، نیمروز او د افغانستان په شمال او جنوب کي دولتي مامورین، د ولسي جرګې وکیلان، وزیران او والیان چي د مخدره موادو د قاچاقو څخه هر کال په ملیونونو ډالر پلاس راوړي دا ټول طالبان دي؟

ایا دا خلګ د ټول هیواد په کچه په مستقیم او غیری مستقیم ډول د مخدره موادو او نظامي توکو په قاچاقو او پیر پلور کي هیڅ ډول لاس نلري؟

که چیري دا خلګ پخپله هم پدې فساد تورن دي، نو بیا پکار ده، چي د طالبانو سره پخوا کي د افغانستان لوړپوړي دولتي چارواکي هم د مخدره موادو په قاچاق او پیر پلور باندي تورن کړي، کنه دوی د رسنیو د کوم قانون له مخي د یو طرفه قضاوت ودې نتایجو ته ورسېدل، چي د افغانستان لوړپوړي دولتي چارواکي اسماني فرشتې دي، د هر ډول فساد څخه پاک دي لاکن طالبان بیا ټول د مخدره موداو په قاچاق تورن خلګ دي.

نن ورځ پدې ټول افغانان پوهیږي، چي د افغانستان د مخدره موادو په قاچاق کي تر طالبانو دولتي مسؤلین ډېر ملوث دي او هم تر طالبانو دوی له دغي لاري ډېر عواید تر لاسه کوي. نو بیا د طلوع تلویزیون د نشراتو مسؤلین په حکومت کی دننه د فاسیدو قاچافبرانو نوملړ ولي نه خپروي، ترڅو د افغانانو تر څنګ نړیوال هم په حکومت کی دننه په مخدره موادو تورن کسان او قاچاقبران وپېژني.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x