د بيرته راستنېدونکو افغان کډوالو له پاره اړينې لارښوونې!

 

ټولو مهاجرو افغانانو ته چې د کډوالۍ يا راجسټرېشن کارډونه POR CARD(پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار کارډونه) لري او په خپله خوښه افغانستان ته راتلل غواړي؛ نو د کورنۍ هر غړي په سر به ورته ۳۵۰ امریکايي ډالر به ورته د ملګرو ملتونو له لوري ورکول کيږي.

بيرته راستنېدونکي افغان کډوال دا پیسې په افغانستان کې د نغدي مرستو له مرکزونو څخه تر لاسه کولای شي.

چى کم ماشومان د 5کالونه يۍ عمرکم وى اوواکسين کارډاوپيدايشى اسنادولرى اوهم هغه ماشومان چى د موريا پلارپه

کوم ماشومان چې عمرونه له ۵ کلونو څخه کم وي او د واکسين کارت او د زوکړې اسناد ولري او هغه ماشومان چې له خپل پلار يا مور پسې په کارتونو کې ليکل شوي وي، هغه ماشومانو ته د واکسين په کارت خپل ټاکلې پیسې ورکول کيږي، ضروري نه ده چې پي او ار کارت دې جوړ کړي.

يوه کس ته د ۳۵۰ ډالرو سربيره د افغانستان د بيلابېلو سيمو ته د بيرته ستنېدونکو کډوالو له پاره د سفريې او کرايي په نامه د يوه کس په سر له ۳۰ ډالرو څخه نيولې تر ۷۰ ډالرو پورې ورکول کيږي، چې هغه هم د سيمو او ولایتونو د نږدې او لرې واټن په نظر کې نيولو سره ورکول کيږي، چې په هغو کې ختيځ ولايتونو ته ۳۰ مرکزي ولايتونو ته ۵۰ او لرې پرتو شمالي او جنوبي ولايتونو ته ۷۰ ډالر د يو کس په سر ورکول کيږي.

هيواد ته له راستنيدو سره سم د کډوالو او بيرته راستنېدو چارو رياستونه په بیلابيلو سرحدي سيمو کې مرکزونه لري او هلته بيرته راستانه شويو افغانانو ته د VRF يوه پاڼه ورکول کيږي چې هغه د بيرته راستانه شوي افغان کډوال د کډوالۍ ثبوت ښيي چې د مرستو د ترلاسه کولو په وخت کې په کاريږي، خو که چا دغه ثبوت پاڼه ورکه کړه، هيڅ ډول مرسته ورسره نه کيږي او دغه مرستې ته به په بيلابيلو ولايتونو کې په ټاکلو مرکزونو کې ورکول کيږي چې د کډوالو د چارو وزات په لاښوونه په سيمو کې جوړ شوي او راستانه شويو کډوالو ته به يې په اړه معلومات مخکې له مخکې ورکول کيږي.

کوم افغان کډوال چې بيرته هيواد ته راستنيږي هغوی دې په پيښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته  د بيرته ستنېدو خپل دقيق ځای وښايي ځکه چې هلته له ښودلي ځای پرته بل چيرته څوک نه شي تللی او پيسې به هم ورته په همغه ټاکلي ولايت کې ورکول کيږي.

بيرته ستنېدونکي افغان کډوال چې غواړي خپل هيواد ته ستانه شي د پيښور په څمکنو کې دې د UNHCR د VRC يعنې د بيرته ستنېدو دفتر ته مراجعه وکړي او له هغه ځايه دې خپل د تګ له پاره ترتيب جوړ کړي.

په پيښور کې UNHCR د VRC د دفتر ادرس: جي ټي روډ څمکنو سټاپ ته نږدې د UNHCR د VRC دفتر خيبر پښتونخوا پيښور.

د نورو معلوماتو او پوښتنو له پاره د پيښور UNHCR د VRC په مرکز کې د افغان مهاجرينو د رياست له استازي ښاغلي لطيف الله سره په لاندې شميره اړيکه ونيسئ.

03005912863

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د