شعـــــرونه

پرهرونه/ سپين کوچی

سپين کوچی

ځوروي مې ، تر سهاره پرهرونه
کرۍ شپه مې وي بیداره پرهرونه

د زخمونو قافله په دې لار تللې
څڅیدلي په دې لاره پرهرونه

لږ دې سیوري ته ساه اخلمه بیا ځمه
خوب مې وړي دي چیناره پرهرونه

ماته خپله برخه پاتې ده یارانو
د ګلونو له ډک ښاره پرهرونه

اوښکې مه څڅوه سترګو نه دې ځار شم
رڼو ستورو ته مې شماره پرهرونه

بیا مې ستا د زړه کیږدۍ کې شول په څړیکو
آآآخ ! کوچیه سپینه یاره پرهرونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x