نظــر

پښتونه! خوږې دي که ترخې دا څو خبرې واوره!

 پتنګ انتظار

دا به پریږدو چې طالب پښتون دی، پردی دی او که پنجابی دی غلام دی که آزاد.

راځم تاته زما پښتونه، چې د پښتو ننګ، غیرت په کوکارو دې مرۍ جړه شوه.

مخکې نه ځو؛
ته خبر یې چې دا یوه نیمه لسیزه په پښتنو کدرونو، او ورسره په نورو مظلومانو څه تیریږي؟

ته خبر یې چې امریکایانو ۱۵ کاله وړاندې یو پښتون په ټانګونو او طیارو کې سپور راوړ او د افغانستان جبري اولس مشر یې کړ؟

ته خبر یې چې امریکایانو ” حامد کرزئ ” د چا په وژنه و ګوماره؟

ته خبر یې چې د ” حامد کرزي ” په لس کلنه دوره کې څومره پښتون، څومره مظلوم اولس د ژوند له خوږو محروم شو؟

او رښتیا ته خبر یې چې بل په خټه پوخ احمدزئ پښتون لالئ دې “اشرف غني ” نن له خپل ملت سره څه کانې کوي….؟

بګرام او پلچرخي ته دې سر ور ښکاره کړی کنه چې د پنجاب، او پاکستان په نامه نیول شوي زولانه پښتانه، دهقانان، دوکانداران، او غریب کار پکې کوکارې وهي،

چې د ژوند او مرګ هیڅ سر نوشت یې نه دی معلوم؟

د ملالې میوندۍ ښار ته به هم نه یې ورغلی چې د پښتنو آقا عبدالرازق پکې د پښتون په وینه پړسیدلی پروت دی؟

او د پښتنو نورې سیمې چې پښتانه لیوان پکې په وینو سره لړلي تاویږي؟

او نن خو په افغان ملت د ګاوڼډي هیواد هغه مهاجر کیمپونه هم ودریدل، پښتون به بیا دلته د چا د در ګدا وي؟

څوک دي چې پښتون د بل در ته دروي، او په وینو یې سودا کوي؟

هغه څوک دي چې نن یې د افغانانو ننګ، غیرت، ناموس د پردیو مخ ته پایمال کړ؟

هغه اوږده شمله وره لنګوټه چې ستا اسلامیت، ننګ او توره یې ښودله، څه مو کړه چاته مو ورپه سر کړه؟

د افغانانو کلتور او فرهنګ دې نن صبا لیدلی چې غربیان پکې د لړمانو اومارانو ځالې جوړوي؟

د هیواد کلي باڼډونه، او ښارونه خو به دې لیدلي وي چې د پښتون بچي بوجۍ په لاس ستا په پس خورده وو پسې کڅوړې تاووي، او دغه یې د ژوند خوراکه ده اوس……؟!

ته پښتون یې؟

نه، ته اوس بې غیرته یې بې غیرته!

ته اوس د غرب د شومو اهدافو پلي کونکی ربوټ یې.

تا سیکولر نظام خوښ کړ شمله دې باد یوړه، عزت، وجدان، او غیرت دې brown شنه کارت وخوړ.

پښتونه ته غربیانو بې حده ډیر استعمال کړي، د دوی ارمانونه دې تر ډیره پورې ورته پوره کړل، ښه کار او بار دې برابر وو او لا به برابر وي خو؛

پښتون او افغان ملت ته نور زغم نه دی ورپاته، او بله کومه تشه هم نه ده پاته چې غربیانو ته یې ډالۍ کړي، خو په دنیا چې څه کانې وې، په پښتون چې دې چې د کوم ظلم لاس بر وو سور مخو فیرنګیانو ته دې هبه کړ.

امریکایان دې د افغان ملت په هر مسلمان غیرتي قشر‍، که هغه ازبک دی، هزاره دی، پښتون تاجک او که بیګانه دی، ستا په ملتیا یې د غربیانو په نجسو ارادو نجسو لاسونو له سرو او عزتونو سره لوبې وشوې.

افغان ملت نور له تاڅخه رحم او کرم نه غواړي، هغوی د خپل انتقام هوډ لري، دوی عزت غواړي
ستا هغه تش په نوم پرمختګ نه غواړي چې له فحاشۍ پرته پکې د بل څه درک نشته، مسلمانه ټولنه د غربیانو په رسم او رواج تلونکې نه غواړي
خپل فرهنګ او کلتور سم غواړي.

ستا په نه موجودیت اوس جشنونه لمانځي، او د هغه غیر پښتون ورور غاړې ته هارونه اچوي چې؛
نن یې په خپل اسلا مي ننګ د کفر او ارتداد ژامې ور ماتې کړې او د مسلمانانو د حق له لښکر سره خپل ژوند کوي.

همدوی یې لایق دي د احمدشاه، میرویس خان، او نورو غازیانو شملې دې همدوی په سر کړي.

دلته نن هغه د اسلام په درد، د مظلومانو په درد باخبره شخص مطرح دی چې د مظلومانو اوښکې پاکوي، د کفارو شوم اهداف منعه کوي، او د اسلام د برم او لوړوالي لپاره کار کوي؛
د غرب چاپړوسه ستا کثیفه څهره نور نه شو زغملئ، مونږ اوس د مسلمان افغانانو خواخوږي پیژندلي دي.

زه نن د مسلمانانو هغه غورځنګ ستایم چې په تش لاس یې د کفر د دغه غټ لښکر مقابله وکړه، چې په مټ یې تر ډیره پورې زما د افغان ملت ناموس، فرهنګ،کلتور خوندي ساتل شوی دی.

هغه غورځنګ چې هلته نه پښتون نه عجم او نه عرب مطرح دی بلکې د مسلمانانو اصلي ساتونکي پکې راټول دي، هغه چې په ریښتیني معنی یې د افغانانو په درد او غم اوښکې توی کړې دي او په واقعي بڼه یې د محصور اولس لاس نیوی کړی دی.

حق مو دی چې پښتانه او اونور ځوریدلي مسلمانان د حق په دغه څپاند ټولي ” اسلامي امارت” ورګډ شي او په ملتیا یې نور د دغه کفر او فساد جرړې له منځه یوسي.
ځوریدلی اولس خپل حق، عزت ناموس او…….
غواړي.

پښتونه!

نور به د پښتنو په نامه بې ځایه رمباړې نه وهې؛
دا اولس بې له ننګ، غیرت، او شجاعت ژوند نشي کولی خامخا به له یرغلګرو او د دوی له مرستندویانو خپل انتقام اخلي انشاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x