
سوالګر هلک «کيسه ګۍ»
نصيب رحماني
د کاغذانو څو ټوټي یې د سړک مینځ ته وغورځولي
لاس یې ټک وهل په تونده لهجه یې ورته کړه
هلکه ته بیا راغلي یې؟
هلک په کاسه کې اچول شوي
اور د سپیلنو په اچولو تازه کړ
دکاندار اکا!
وږی یم هر چاته چې ورشم په غوصه شې راته
خیر ده کاکا!
يو څو افغانۍ راکړه
چې پلار مې راشي بیا نه راځم
خو هلک نه پوهیدو
چې پلار یې بیا هیڅ کله هم نه راځي…
ـــــــــــــــ
نصیب رحمانی