شعـــــرونه

غزل: ابراهيم صياد

ابراهيم صياد

ستا دا ګلابي شونډې مری مری
زړه ته مې ولیدې لکه شبنم په ګل

ما هم خپله غیګ درته سپړلې وه
ته چې وریدې لکه شبنم په ګل

زه هم داستا حسن نشه کړی وم
ته چې زنګیدې لکه شبنم په ګل

وخت وه چې بورا به ښکلولمه
یاره زوریدې لکه شبنم په ګل

تاته مې کابله زړه قلم قلم
څنګه ورانیدې لکه شبنم په ګل

تیره دې ځوانې شوه پیښور اشنا
ته چې خندیدې لکه شبنم په ګل

اوښکې د صیاد له یوه غزل سره
سپیني ځلیدې لکه شبنم په ګل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x