شعـــــرونه

نعتيه غزل: حبيب الله تراب

حبيب الله تراب

په هجران کې دې سوځیږم په خیالو کې ته را نه غلې
که زه ټول عمر ویده شوم په خوبو کې ته را نه غلې

د فراق تبې دې وسوم په هجران کې محمده!
په زړګي باندې رنځور شوم په دردو کې ته را نه غلې

د ماشوم غوندې احساس ته تسلي ورکوم خدایه
نـه صبریږی راتـه ژاړي فـریادو کې تـه را نه غلې

ستا له نومه زه قربان شم په دنـیا دې مثال نشتـه
لـه مشـرقه تـر مغـربـه جهـانـو کې تــه را نه غلې

دا چې زه یم ګناهګار که د بښنې لایق نه یم
ستا د عشق په اور کباب شوم په لیمو کې ته را نه غلې

ډیر په تنګ یم په عجم کې ما در وغواړه عرب ته
انتـظار یـم لـه ډیــر وخـته قافلـو کـې ته را نه غلې

د مرګي تر سرحد لاړم ما ویل تاسره به مل شم
خو افسوس چې لا ژوندی یم په سلګو کې ته را نه غلې

مرګه راشه فیصله مې د ستومانه ژوندون کړې
عبـس عمـر ده تیریږي پـه آهـو کـې تـه را نه غلې

نور لمن د انتظار دې کړه راټوله ای ترابه!
منـتظر وم لـه ډیـر عمـره امیـدو کـې تـه را نه غلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x