ټولنیزه برخه

زموږ ماشومان څه ډول لوییږي ؟

جاويد آفتاب

که چېرې ماشوم له نیوکو سره لوی شي، نو محکومېدل زده کوي.

که چېرې ماشوم له دښمنۍ او تربګنۍ سره لوی شي، جنګېدل زده کوي.

که چېرې ماشوم له ویرې او اضطراب سره لوی شي، اندیښمن او ډارونکی به اوسي.

که چېرې ماشوم له رحم، افسوس او زړه خوږی سره لوی شي، بخښنه غوښتونه او بدبختي زده کوي.

که چېرې ماشوم له ملنډو او ریشخند سره لوی شي، شرمیندوکی به اوسي.

که چېرې ماشوم سترګور او له حسادت سره لوی شي، حسد کوونکی به اوسي.

که چېرې ماشوم له شرم او شرمندګۍ سره لوی شي، د ګناه کولو احساس به زده کړي.

که چېرې ماشوم له زغم او تحمل سره لوی شي، صبور او زغمونکی به وي.

که چېرې ماشوم له هڅونې او ډاډ سره لوی شي، راز داره او بې پروا به وي.

که چېرې ماشوم له ستاینې او لیوالتیا سره لوی شي، قدردان او منونکی به وي.

که چېرې ماشوم له فرمایشاتو او تجویز سره لوي شي، ځان ستاینه به زده کړي.

که چېرې ماشوم له خوښۍ او مینې سره لوی  شي، په نړۍ کې به مینه او محبت زده کړي.

که چېرې ماشوم له پېژندنې او تشخیص سره لوی شي، هدفمند به اوسي.

که چېرې ماشوم برخمن را لوی شي، سخي او بخښونکی به اوسي.

که چېرې ماشوم له صداقت او رښتینولۍ سره لوی شي، د حقیقت او عدالت په مانا به پوهیږي.

که چېرې ماشوم له باور او ذهني ارامتیا سره لوی شي، هم خپله او هم به نورو ته ایمان ور زده کوي.

که چېرې ماشوم له دوستۍ او مهربانۍ سره لوی شي، په نړۍ کې به د ژوند له پاره ښکلی ځای پیدا کړي.

که چېرې ماشوم له عزت او سوکالۍ سره لوی شي، ذهني سکون به ولري.

 

زموږ ماشومان څه ډول لوییږي ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x