د زور شعر او د خوښې شاعري، لیکنه: قتيل زوى خوږياڼى

rose_on_bookد زور شعر او شاعري د شاعر هغه خيال او شعر دى، چې شاعر په کې ډېر فکر او پوره زيار ته اړ کيږي. يعنې د خيال څرگندولو ته يې اراده نه وي، خو شاعر ځان اړ کړى وي، چې په پوره غور او فکر شعر وليکي.

د شاعرۍ دې خيال ته، چې شاعر له خيال سره په غېږه ورځي او پايله يې د شعر ليکنه شي، د زور  شعر او شاعري وايو.  دغه شاعري شعري خوند نه لري او نه شعري ولولې راپارولى شي.

د خوښې شعر او شاعري د شاعر هغه خيال او شعر دى، چې شاعر په کې ډېر فکر او زيار ته نه اړکيږي او د شعري خيال د څرگندولو لپاره يې ولولې دومره او داسې راوپاريږي، چې ان ” تخرگونه يې خوله شي”؛ نو بيا شاعر شعر ليکلو ته په کې اړ کيږي.

د خوښې د شاعرۍ شعر ته الهامي شاعري وايو؛ ځکه، چې شاعر يوازې د خيال د څرگندولو لپاره د الفاظو په راټولو غور او فکر کوي، خو په دې حالت کې که شاعر د الفاظوپر راټولولو غور او فکر وکړي او که ونه کړي، شاعرانه خيال يې څرگنديږي، خو غوره به دا وي، چې شاعر د الفاظو په راپيدا کولو کې ورته ځان ښه ستړى کړي.

دا سمه ده، چې الهامي شعر او شاعري هم الفاظو ته اړتيا لري؛ ځکه د معنا څرگندولو مخنيوى يو ناشونى کار دى. همدا د الهامي شعر ځواک دى، چې شاعر ورسره د الفاظو په زور معنا بدلولى نه شي، خو د زور په شعر کې، شاعر اړ دى، چې هم معنا ولټوي او هم الفاظ ورته پيدا کړي. دخوښې په شعر کې معنا ته غوره الفاظ پيدا کول شعري ښکلا زياتوي او اغېز يې هم بشپړ وي. دخوښې له شاعرۍ څخه دا مطلب بايد وانه خستل شي، چې شاعر له غور او فکر پرته څرگندونه کوي او يا شعر وايي.

شعري تخيل  يا شعر که څه هم الهامي وي،خو څرگندولو ته موزونه شاعرانه ژبه غواړي او دا کار پرته له زيار، غور او فکره بې خونده کيږي.

شاعر اړ دى، چې الفاظ بدل رابدل کړي او د شعر د بشپړ اغېز لپاره غور او فکر لازمي وگڼي.

د شعر اغېز، اهميت او گټور توب نه يوازې د خوښې شاعري راپه گوته کوي، بلکې د ښه شعر اغېز، اهميت او گټورتوب هغه وخت پوره څرگند شي، چې الهامي جذبه او ولوله په بشپړ زيار وليکل شي او په شعري ژبه کې شعري الفاظ ورسره مل شي.

همدا علت دى که شاعر موزونه طبعه ولري؛ نو خپل الهامي تخيل  ته هم ښه الفاظ پيدا کولى شي، خو د شعر هغه خيال، چې شاعرانه جذبې او ولولې يې پيدا کړې نه وي که په بشپړ زيار هم ورته الفاظ پيدا کړو، خوند او اغېز به ونه لري؛ ځکه، چې دا د زورکار دى او د زور شاعري ده.

په پښتو کې متل دى، چې: په زور کلي نه کيږي. زيار، فکر او غور دومره کولى شي، چې له خوښې او الهام سره يوځاى شي او شعري څرگندونه بشپړه کړي.

قتيل زوى خوږياڼى



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.