د بنديانو او تورنو حقوق او احکام، کتاب له چاپه راووت

د هېواد وتلي عالم او څېړونکي مولوي عبدالباقي حقاني« په اسلام کې د بنديانو او توقيف شويو تورنو حقوق او احکام» څېړنيز کتاب ليکلی او څو ورځې وړانډې له چاپه راووت.

مولوي عبدالباقي حقاني دغه کتاب په لسو بابونو تقسيم کړی او هر باب يې په څو فصلونو ويشلی دی.

ليکوال د څېړنې او تحقيق له معاصر ميتود سره سم د کتاب په پيل کې د بندي او حبس پيژنده او په اسلامي شريعت کې د زندان په اهميت، موخو او تاريخ رڼا اچولې، ورپسې يې د بند ډولونو او د بندي کولو په شرعي دلايلو او ناروا حبس په اړه خبره کړې ده.

ورپسې يې له بندي د تحقيق اصول او لارښونې ذکر کړي دي او په دې کې يې مهمه خبره دا کړې، چې د تور په اړه بايد متهم انسان ته خبر ورکړای شي.

د تورن او مجرم د نيولو اداب او لارښوونې يې په کې ذکر کړي دي.

مولانا عبدالباقي حقاني په خپل کتاب کې د بند ډولونه، اصول، د بندي وهلو او د بندي د حقونو په اړه مفصله خبره کړې.

د لومړي باب په پنځم فصل کې په ضمانت د بندي پرېښودو اړوند ټولو مسايلو باندې خبره شوې ده.

په دويم باب کې له بندي د تحقيق په اصولو، لارښوونو، د بندي د وهلو اندارې، له زور او ځورولو پرته د اقرار اخيستو او همدا رنګه د ښځينه بنديانو په احکامو او تفتيش تفصيلي خبره شوې ده.

په درېيم باب کې د سزا پېژندې، موخې او مصلحتونو په اړه خبره شوې ده.

ليکوال په خپله څېړنه کې د بند سزا د ټولنې اصلاح او عدالت بولي او چارواکو ته يې سپارښتنه کړې، چې د بند سزا بايد په عدالت ولاړه وي او موخه يې د بندي او ټولنې اصلاح وي.

ليکوال زياتوي، چې خلک بايد په بهانو ونه نيول شي او د شريعت له مخې بايد حدود په شبهاتو رد کړای شي.

په څلورم باب کې د حقوق الله او حقوق العباد بنديانو د تقسیم په اړه تحقيق شوی او د ټولنې د اصلاح په موخه حاکم کوم خلک بندي کولای شي او کوم نه شی بندي کولای.

د څلورم په دويم فصل کې د واجب بند په احکامو، ډولونو او دلايلو خبره شوې او د ژوند په ټولو چارو کې د هر ډول شرعي او حقوقي مسايلو او تورنو په احکامو يې تفصيلي خبره کړې ده.

په درېيم فصل کې د بند د قيد د سقوط او بښلو په لاملونو او دلايلو خبره شوې، چې کوم خلک په کوم شرط بښل کېدای شي.

په پنځم باب کې د بند او بنديانو ډولونه، د فردي او ټولنيزو بنديانو احکام او ورسره د سړي، ښځې او خنثا مشکل بنديانو په جلا جلا احکامو تفصيلي څېړنه شوې ده.

د همدې باب په درېيم فصل کې د بنديانو د حقونو، خوراک، څښاک، هستوګنځای، جامو، ځانګړي لباس، درملنې، خدمت، تعليم او اړتيا پر مهال له زندانه د وتلو په احکامو خبره شوې ده.

په څلورم فصل کې د بنديانو د عبادت، لمونځ وخت، قبلې پيژندلو، د قصر په لمانځه او اړوندو مسايلو مفصله څېړنه شوې ده.

په شپږم باب کې د بندي د شخصي تصرفاتو، ټولنيزو اړيکو او له زندانه د تېښتې په احکامو خبره شوې ده.

د همدې باب په دويم فصل کې د بندي د وهلو تړلو او اړوندو ادابو په اړه لارښوونه شوې ده. په دريېم فصل کې په دې خبره شوې، چې په کومو وسايلو د بندي وهل او ځورول ناروا دي او د بندي د احکامو په اړه يې نړيوال قوانين ذکر کړي دي.

په څلورم فصل کې د جنګي کافر بندي احکام، د جګړې په ډګر کې د بندي نيول، په اسلام او نړيوال قانون کې د بندي احکامو په اړه خبره شوې ده.

په پنځم فصل کې د بندي پرېښودلو صورتونه ښودل شوي، چې په کوم وخت کې په کومو شرطونو پرېښودل کېږي.

په اووم باب کې د مجاهدينو بنديانو په احکامو او فضايلو بحث شوی دی.

مولانا عبدالباقي حقاني په دې باب کې د شهادت او بند ترمنځ په اختيار خبره کړې، ورپسې وايي، چې دښمن سره د جګړې په ډګر کې د ناکامۍ او محاصرې پر مهال بايد څه وشي، دښمن ته د تسليمېدو او د هسپانيې په غرناطه کې له مسلمانو بنديانو سره د کفارو د غدر يادونه شوې ده.

په دويم فصل کې د مجاهد بندي په احکامو او فضايلو بحث شوی، چې مجاهد بندي بايد له زغم او صبر څخه کار واخلي او په هره چاره کې خپل رب ته متوجه شي.

په درېیم فصل کې د کفارو له بنده د مسلمانانو راخلاصول، د مسلمانو چارواکو مسووليت او د بنديانو په تبادله بحث شوی دی.

په اتم باب کې د زندان ماتولو په شرعي احکامو او تاريخي پېښو بحث شوی او مجاهدو بنديانو ته د تسلي او زغم يادونه شوې ده.

په نهم باب کې علماوو سره د چارواکو د ناروا چلند او بند په تاريخي پېښو نظر اچول شوی او بنديانو ته سپارښتنه شوې، چې د پخوانيو علماوو په څېر بايد خپل وخت قيميتي کړي او زندان کې د بوختياوو لارښوونه ورته شوې ده.

ليکوال د اسلامي تاريخ په رڼا کې د چارواکو له لوري د علماوو د بندي کولو، تعذيب، شړلو او وژلو تفصيلي يادونه شوې ده.

په لسم او وروستي باب کې بندي ته سپارښتنه شوې، چې بايد خپل رب ته په دعاګانو شي او له بنده د خلاصون اړوند دعاګانې ښودل شوي، همدا رنګه په دې باب کې د پيغمبرانو عليه السلام او پخوانيو نېکانو د دعاګانو يادونه او سپارښتنه شوې ده.

د مولانا عبدالباقي حقاني دغه ارزښتناک اثر د بنديانو، قاضيانو او چارواکو سربېره د علم ټولو مينه والو لپاره يو اړين کتاب دی، چې بايد په خپله يې هم ولولي او نورو دوستانو ته يې هم ورسوي.

دا کتاب د پېښور په کيسه خوانۍ او اکوړه خټک په کتابخانو کې ترلاسه کېدای شي.

د اړيکو لپاره؛ ۰۳۴۷۹۰۶۱۴۰۸-۰۳۳۲۹۹۵۷۶۹۲- المکتبة الحقانية لعلوم السياسة والشرعية۰۹۱۲۵۶۵۵۳۸ مکتبة رشيدية صدف پلازه محله جنګي پېښور

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د