نظــر

پر تورخم دروازه د حکومت چوپتیا معامله وه؟/ خوشحال اصفي

خوشحال اصفي

 ريپوټونه وايي پاکستان به د دوی ملېشو له خوا په تورخم کې جوړه شوې دروازه په همدې اونۍ کې په رسمي توګه پرانيزي. د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ويلي، د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د داخلېدو د مخنيوي لپاره به راتلونکې اونۍ په تورخم کې جوړه شوې دروازه په رسمي توګه افتتاح کړي. تورخم چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لپاره ډېره مصروفه لار ده، څه موده وړاندې د پاکستان حکومت وتړله. حکومت وروسته بیا لاره پرانیستله او یوازې هغه چا ته یې د داخلېدو اجازه ورکوله چې د سفر کولو قانوني اسناد یې لرل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت په وار ـ وار د ډيورنډ پر کرغېړنه کرښه د پاکستان له خوا د هر ډول تاسيساتو جوړول؛ پر افغان خاوره د پاکستان تېری بللی او ويلي یې دي چې د دې ډول تاسيساتو جوړول بايد د دواړو هېوادونو په موافقت ترسره شي. د اهغه دروازه ده چې څه موده وړاندې پرې د افغان سرحدي امنيتي ځواکونو او د پاکستاني ملېشو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې چې په ترڅ کې يې د پاکستان د پوځ لوړپوړي افسر جګړن علي جواد چنګيزي په شمول څو تنه ملېشې ووژل شوې.

همدا راز افغان لوري ته هم ځاني تلفات واوښتل. پر دې دروازه افغان امنيتي سربازانو خپل سرښندنې وکړې. په دې دروازې افغان اتل سرتېري ضيا الرحمن خپل سر قرباني کړ او د شهادت جام يې نوش کړ. د دې دروازې د لګولو په غبرګون کې افغان مېړنيو اتلانو د دښمن مرميو ته خپلې سينې سپر کړې، اولادونه يې يتیمان شول او کورنۍ يې د وير پر ټغر کېناستې. يوازې د همدې لپاره چې په خاوره يې د دښمن تېری نه شو زغملی.

اوس د راپورونو پر  اساس ويل کېږي چې د ډيورنډ پر کرغېړنه کرښه د پاکستاني ملېشو له خوا ياده دروازه بشپړه شوې او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ به په رسمي توګه افتتاح شي. پوښتنه دا ده چې د افغان حکومت له غبرګون سره  ــ سره ولې بيا هم پاکستان په تورخم کې دروازه بشپړه کړه؟ افغان حکومت د دې دروازې پر سر د خپلو سرتېرو قربانۍ ولې هېروي؟ د ملي يووالي حکومت ولې د اتل سرتېري شهيد ضيا الرحمن له وينې سره جفا کوي او د دې دورازې پر جوړولو غبرګون نه ښيې؟ څه شول د حکومت هغه تند غبرګونونه چې ويل به يې  په هر قیمت به له خاورې دفاع وکړي؟ څه شوې د حکومت هغه ژمنې چې د ډيپلوماتيکو خبرو له لارې يې د يادې ستونزې د حل لپاره کولې او څه شول په پاکستان کې د افغان سفير عمر زاخېلوال هغه ګواښونه چې د دې دروازې د جوړولو په غبرګون کې يې ويلي و چې که پاکستان د دروازې د جوړولو کار بند نه کړي نور دلیل نه پاتې کېږي چې په هغه هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ته دوام ورکړي؟

ايا حکومت له پاکستان سره معامله کړې ده؟

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تر وروستۍ شخړې وروسته د افغان حکومت یو پلاوی په دې اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ. د دغه پلاوي له راتګ وروسته د تورخم مسئله خپ و چوپ پاتې شوه او حکومت په تورخم کې د تاسيساتو جوړولو خبره شا ته وغورځوله. د پلاوي د تګ او راتګ پر پايلې ولس هېڅ پوه نه شو. د پاکستان له خوا د يادې دروازې بشپړول او په رسمي توګه پرانيستل داسې څرګندوي چې ګويا حکومت د هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا سياسي معامله ترسره کړې وي.

هلته پاکستان په قوت سره د ډيورنډ د رسمي کولو لپاره هڅې کوي او دلته په کور دننه وجدان پلورونکي د پارلمان ځيني استازي او خرڅې شوې څېرې د دې کرښې د رسميت لپاره لابي ګيري کوي خو حکومت پرې سترګې ړندې او غوږونه کاڼه کړي دي.

داسې اوازې او خبرونه هم دي چې پاکستان غواړي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په څو نورو لارو هم دغه ډول دروازې، چې د اصلي سرحدي دروازو په بڼه به وي جوړې کړي. دغه راز پاکستان د تورخم تر څنګ د هېواد په ډېری سرحدي ولایتونو کې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي، خو حکومت یې پر وړاندې چوپه خوله دی. د حکومت له چوپتیا معلومېږي چې د هېواد په ځمکنۍ بشپړتيا سياسي معامله شوې ده. که خدای مه کړه د حکومت مرګونې چوپتيا همداسې دوام وکړي او پر افغان خاورې د پاکستان تېری بابيزه وګڼي نو دا به پر خاوره د شهيد شوو سرتېرو په ځانګړي توګه په تورخم کې د شهيد شوي سرتېري ضياالرحمن له قربانۍ سره جفا او وينې ته يې سپکاوی وي. پاکستان پر دغې دروازه د خپل وژل شوي جګړن وينې ته د درناوي په خاطر همدا دروازه د علي جواد چنګيزي په نوم نوموي خو افغان لوری دې د شهيد ضيا الرحمن وينو ته سپکاوی کوي.ډېر د افسوس ځای دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x