karzai and obama

د کرزي او مریکا تر منځ د استراتیژیک تړون معما

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د تیر ۲۰۱۲ کال دمي دمیاشتې په (۱) نیټه  کرزي  له اوباما سره  داستراتیژیکو مرستو په نوم لس کلن تړون لاسلیک کړ .

اوباما دغه سند دشپې په تیاره کې په کرزي باندې په داسې حال کې لاسلیک کړ چې دلاسلیکولو له نیټې څخه تر یوه ساعت مخکې  نه   کرزی  له  دي بهیره  خبروه  او نه  دهغه دکابینې  غړي .

داچې  دتړون  متن  دامریکایانو له لوري  مخکي ترمخکې په  انګلیسي ژبه ترتیب شوی   او بیا پښتو او دري ته  ژباړل شوی وه  نو په اړه  یې نه  دکرزي  پارلمان او نه د هغه د مشرانو جرګې ته د هغه  د مندرجاتو په اړه  څه معلومات ول  او نه په دې خبر ول چې په یاد سندکې  کوم مواد  د افغانستان او افغانانو په ګټه دي .

که څه هم  چې دژباړل شوی متن په اړه  دکرزي د امنیتي چارو مشاور  ډاکټر سپینتا ولسي جرګې ته  ویلي وه چې هغه به دپارلمان دتصویب لپاره  دولسي جرګې غړیو ته سپارل کیږي  ، خوتر اوسه پوري   داکار نه دی ترسره شوی.

هغه مهال  هم دهیواد یوشمیر سیاسیونو  په یاد تړون  او دهغه دمندرجاتو په اړه  سختې نیوکې وکړې  اودهغه لاسلیکول یې دکرزي تر صلاحیت لوړه  خبر وبلله .

کله چې دروان میلادي کال د تیر جون په میاشت کې طالبانو په قطرکې دافغانستان داسلامي امارت په نوم  رسمي دفتر پرانیست او دهغه په سر یې دتوحید دکلیمې  بیرغ هسک کړ ،نو کرزي دهغه په اعتراض کې له امریکایانو سره داستراتیژیک تړون په محتویاتو دنهايي کیدلو موافقه وځنډوله .

له هماغې نیټې راهیسې  د  کرزي او امریکا ترمنځ  داستراتیژیک تړون  دلاسلیکولو او ځنډولو  معما ډوله  سناریو زوراخیستی  او هره ورځ یې  په غربي رسنیوکې په اړه  خبرونه خپریږي.

زیاتره افغاني سیاست وال  دکرزي لخوا له امریکایانو  سره داستراتیژیک تړون  دلاسلیکولو  دځنډ  لامل  د کرزي  یوه توطیه بولي چې  دخپل واک  داوږد ولو لپاره یې په کار اچولې .

که خبره  دتوطیې نه وي نو دغه   موقف چې اوس ښاغلي کرزي  دتړون په اړه غوره کړی  ولي یې  دتړون دلومړني  لاسلیک په مهال  نه غوره کاوه ؟

که واقعا په کرزي کې  دامریکایانو دکړنو او غوښتنو په مقابل کې دمقاومت  توان او صلاحیت وای نو ولي  یې  دا دولس کاله دهغوئ  دخپل سریو بمباریو ، او په زرګونو  ولسي افغانانو دوژلو په مهال   یې هغه صلاحیت نه کاروه ؟

که خبره   دهیواد  دملي حاکمیت  او استقلال وي نو هغه  خو دا دولس کله په مسلسله توګه  دامریکایانو لخوا تر پښولاندي سوی  ، کرزي  دا دولس کله  مخکي ولي  دامریکایانو دخپل سري  او دملي حاکمیت له اوامرو څخه د هغوئ  د سرغړاوي په خاطر  دغسي  یو  ښکاره دریځ نه غوره کاوه ؟

په تیرو دولسو کلونو کې  په سلګونو ځله بهرنیانو  دافغانستان  دولسمشر په توګه  دحامد کرزي غوښتنوته په بي اعتنايي سره  دهغه دښکاره  احکامو مخالفت کړي ، ولسي وګړي وژلي ، دهغوئ کلي او کورونه یې  وربمبار کړي ، خو کرزي به  دامریکایانو د دغو ټولو ناړامیو  په مقابل کې یواځې دبیوسۍ اومایوسۍ داوښکو په تویولو سره هغوئ ته شکایت کاوه .

په فرض محال که اوس هم په صادقانه توګه کرزی له امریکایانو څخه د استراتیژیک تړون دلاسلیکولو په په مقابل کې له هغوئ څخه  دافغانستان دحاکمیت او استقلال درناوی کول غواړي  دا  ډیره ښه خبره  ده، خوله ښاغلي کرزي څخه دا ډول توقع  ځکه ناشونې ده  چې د ده په تیره دولس کلنه دوره کې  یې چا تري  د داسې وطني صداقت بیلګه نه ده لیدلې …

او که یې  اوس څوک تري هیله  کوي  نو  هغه  دمولانای روم  په خبره  ـ  این خیال است ومحالست وجنون ـ

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د