نظــر

څوك ريښتيا وايي؟ حكومت كه سيګار؟

ف،فايض

امريكا په افغانستان كې د حالاتو د كنترول له پاره مختلف بنسټونه را منځته كړي؛ نظامي چارې پر خپل جنرال كنترولوي، سياسي چارې په كابل كې پر خپل سفير كنترولوي، حكومتي اجراآت د سيګار په اداره كنترولوي او لوى او واړه مؤسسات په USAID كنترولوي نو پردې اساس افغان حكومت په اصطلاح هسې هغه د ((سياهى فاليز)) حيثيت لري. دا نن چې په افغانستان كې څه روان دي كه دا جنګ دى، كه دا د مخدره توكيو كاروبار دى، كه له معدنياتو ناوړه ګټه اخستل دي يا نورې چارې دي، دا داسې نه ده چې كنترول يې ناممكن دى؛ بلكې اصلاً دلته د پړى سر د افغان حكومت نه؛ بلكې د امريكا او ناټو په لاس كې دى، د ولسمشر حامد كرزى د واكمنۍ پر مهال فرانسويانو پخپله اعلان وكړ چې په افغانستان كې يې خپل اويازره جنګيالى پر نويو وسلو ټريننګ كړل، خو حكومت ورته ونه شو ويلاى چې تاسې افغانستان ته په څه نامه راغلي وئ؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره كه د خپلو عسكرو د ټريننګ له پاره؟ همداراز كه څه هم زموږ د دفاع وزارت خو پردې خبره پرده اچوى او زموږ په عاميانه اصطلاح ((غر په بر پټوي)) خو ازادې سرچينې په تكرار سره دا خبره كوي چې امريكايي ځواكونو په ننګرهار كې د داعش د ټكولو په نامه خپل پنځه ويشت كروز توغندي پر سيمه توغولي دي، د كروز توغندي استعمال په دغسې جنګونو كې منع دى، ځكه يو خو يې د تخريب ساحه ډېره پراخه ده چې عام ولس ته په كې ډېر زيان رسيږي او له بلې خوا يې جانبي عوارض ډېر دي، په تيرو څلورو لسيزو كې په افغانستان كې خطرناكې ناروغۍ زياتې شوي دي؛ سرطانونه، د ځيګر ناروغۍ، د سږو ناروغۍ، د معدې ناروغۍد ګردو ناروغۍ او د اعصابو ناروغۍ چې عمده لامل يې د همدغو خطرناكو وسلو استعمال دې. څو كاله وړاندى افغان ډاكتر داوود ميركي په دې اړه خپلې څېړنې خپرې كړې خو افغان حكومت پرې خپل غوږ هم ونه ګراوه. ځكه نه يې شو كولاى، خو پخپله بهرنيو قواو پرې غوږونو كاڼه كړل، ځكه هغوى يو ډېر غريب او بېوزله هېواد را ايسار كړى هم يې خپله ډبوي او هم خپله سيمه ييزو ملګرو ته وايي چې همدا مو وخت دى او بيا په ډېره بېشرمانه توګه له افغانانو سره د خواخوږۍ خبرې هم كوي. زه ډېر داسې كسان ګورم چې اوس د روسانو په پلوۍ تبليغ كوي او افغانستان ته د روسانو دوستي اړينه بولي خو دغو جنابانو د روسانو هغه جنايات هېر كړل چې په خپل نژدې لس كلن حضور كې يې هم پخپله په افغانستان كې وكړل او هم يې خپلو تالي څټو خلقيانو او پرچميانو ته ددې زمينه مساعده كړه چې هغه خبره ده چې ((نى كل شوه نى كدو، خاك سر هردو)) لوي خداى (ج) دى په خپل كامله قدرت سره دا د وخت فرعونان تباه كړي او د نړۍ مظلوم او بېوزله ولسونو دې د دوى له شر نه خلاص كړي، ځكه كه د خداى(ج) كرم او مرسته نه وي نن د نړۍ كمزوري ولسونه ددې نړيوالو ښكرورو ښكرونه نه شي ماتولاى، خو كه د كايناتو ستر رب د روسي ښكيلاك ښكرونه مات كړل او د يوه كمزوري ولس په لاسو يې مات كړل، دغسې د لويديځ د فراعنه و ښكرونه هم ماتولاى شي.

په اردو ژبه كې يو متل دى: ((مان نه مان ميى تيرا مهمان)) يعني ته منې كه نه مني خو ښه دې وې كه نه وي خو زه ستا ميلمه يم. اوس امريكا او ناټو زموږ خوښه وي كه نه وي زموږ ميلمانه دي او احسان يې هم راباندې بار دى، خو داسې څوك نشته چې امريكا ته ووايي يا ناټو ته ووايي چې تاسې په كوم نامه افغانستان ته راغلى واست او دا اوس په څه لګيا ياست. عجيبه ده د ملا عمر په يوه فرمان په ټول افغانستان كې د كوكنارو كر بند شو، خو اوس پر افغان حكومت سربيره د نړۍ تر څلويښتو زيات هېوادونه دلته پراته دي؛ خو بيا هم افغانستان د مخدره موادو نړيوال مركز دى، ورځه پر موږ خو هغه ټوكه ده چې ((واده والا مجبور دى)) موږ خو مجبور يو چې د امريكا هرې ناروا ته سر وښوروو چې ريښتيا وايې خو دا نړيوال خو دى پردې لږ فكر وكړي؛ خو، نه؛ غربيان ټول په دې لوبه كې سره شريك دي او د ټولو په كې ګټې دى.

اوس لا ((سيګار)) دا تبليغات پيل كړي چې په تيرو څلورو مياشتو كې افغان حكومت د مخالفينو پر وړاندې خپله پنځه سلنه ځمكه له لاسه وركړې ده پخوا يې پر اويا سلنه حاكميت و او اوس يې پر پنځه شپيته سلنه حاكميت دى، معنا دا چې مخالفين پر پنځه ديرش سلنه ځمكه واكمن دي. كه چېرې دا خبره حقيقت هم ولري؛ نو د سيګار له پاره يې كول نه دي په كار، ځكه زموږ د نظامي شنونكو د خبرې په تأييد دا پر افغان امنيتي ځواكونو ناوړه اغيز كوي. كه څه هم دفاع وزارت دا ادعا وكړه خو د امريكايي سرچينو تبليغات خپل نقش لرلاى شي.

زه پردې باور يم چې زموږ امنيتي ځواكونه د مخالفينو پر وړاندې كمزوري نه دي؛ بلكې دغه ځواكونه له لازمې همغږۍ او يو ښه مديريت نه محروم دي، ملى اردو په يوه روانه ده، پوليس په بله او ملى امنيت پر بله ددې يو ډېر ښه مثال كندز دى، د كندز اوسيدونكى ټول وايي چې د كندز ولسوالۍ ټولې د مخالفينو په لاس كې دي په ۹۵\۵\۸ نېټه خو د كندز يوه وكيل چې ځان يې د قلعه زال اوسيدونكى معرفي كړ له طلوع نيوز سره په مركه كې وويل چې زموږ امنيتي ځواكونه د مخالفينو پر وړاندې ډېر ځواكمن دي، خو له موږ سره هم دا پوښتنه ده چې ولې د قلعه زال ولسوالۍ د بېرته نيولو له پاره اقدام نه كوي. هغه د كندز له اوسني والي نه هم شكايت وكړ چې په پيل كې موږ ورته ډېر خوشحاله وو، خو اوس معلومه شوه چې هغه هم لازم مديريت نه لري، نوموړي وكيل وويل چې يوازى كندز ښار، على اباد او خان اباد سيمې د حكومت په كنترول كې دي او نور ټول ولايت د مخالفينو به كنترول كې دي.

دا خبره هم د ډېرى خواشينى ده چې زموږ حكومت او حكومتي وياندان يو هم ولس ته ريښتيا نه وايي. بس غربه درته غوښه كړي او سيند ښوروا او داسې ګومان به وكړې چې په اونۍ كې به ټول افغانستان تسخير كړي، بيا چې كومه ولسوالي له لاسه وركړي بيا پرې د تاكتيكي شاتګ نوم كښيږدي دا هغه د كمونستانو د دورې ښكرور دروغ دي، كله به چې هغوى كومه سيمه له لاسه وركړه بيا به يې د هغې سيمې په نامه يو جعلي لاريون وكړ چې د پلانۍ سيمې خلكو له حكومت نه خپل ملاتړ اعلان كړ حال دا چې ولس ټول د كمونستي حكومت د پرڅولو له پاره قيام كړى و.

اوس دولت ته په كار دي چې د كمونستي دورې ناكام تاكتيكونه پريږدي او لږ تر لږه د عبدالجبار قهرمان هغه خبرې خو وجاجوي چې له كابل نيوز تلويزيون سره يې د هلمند د حالاتو په باب وكړي او يا د كندز د پخواني والي عمر ساپي هغه خبرې چې د كابل نيوز له ډيالوګ خپرونې سره يې وكړې. حقيقت دادى چې نه د امريكا ټول تبليغات رښتيا دي او نه د حكومت ردونې بلكې حقايق بايد رسمې له خلكو نه واورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x