fbpx

ځلا سافټ وير

عزيز الرحمن جلالزی

زموږ هیواد په تیرو دریو لسیزو کې جګړې بې ساری ځپلی دی، د ټولنیز، سیاسي او فرهنګي رکود تر څنګ زموږ هېواد د ساینس په ډګرکې له یوې اوږدې انزوا سره مخ شو، موږ دلته هغه کادرونه چې په هيواد دننه او بهر کې د سیاینس په برخه کې روزل شوي له لاسه ورکړل، دې ته په کتو سره کله چې نوې ادره راغله هم مهاله د ټکنالوژۍ نړیوال بازار افغانستان ته مخه کړه، دلته الکترونیکي وسایل، لکه کمپیوټر مبایل انټرنیټ او داسې نور دود شول چې خلکو ورنه په پراخه کچه ګټه اخیستنه پیل کړه، دا چې زما له وخته دا هېله وه چې ټکنالوژۍ له لارې هېواد ته د خدمت جوګه شم ما په داسې یو څه فکر وکړ چې په کمو امکاناتو داسې یو څه ټولنې ته وړاندې کړم چې هغه موثر او لګښت یې کم وي، په دې اساس مې د ځلا په نامه سافټ ویر جوړ کړ چی د پوهنتون د استادانو، مخابراتو او ټیکنالوجی وزارت د تخنیکی او ټیکنالوجی کمیټی لخوا له دقیقې او ژوری علمی او عملی کتنې ورسته د یو نوي رامنځ ته شوی سافټ ویر په بڼه وپیژندل شو، دا سافټ ویر په لاندی دریو برخو کی هیواد والو ته خدمات وړاندی کوي.

۱ – د وینی برخه

۲ – د ډاکتر برخه

۳- د روغتون برخه

اول دوینی برخه یا هغه برخه د کله چی د چاپه عاجل حالت کی وینی ضرورت پيدا شي، د دې برخي په استفادى سره کولای شي، هغه ساحه کــــې چې دی موقعيت لري، هغه کسان پيدا کړي چې د وينى ګروپ يې د ناروغ د وينې له ګروپ سره يو شان وي او د هغه مقابل شخص يا وينې ورکونکي نوم، د موبايل شمېره ،عمر،د وينې ګروپ، وروستۍ نېټه چې هغه وينه ورکړې يا نه ده ورکړې ،د ښارنوم، هغه ساحه چې دا شخص په کې شته ، برېښنالیک پتهدا ټول به ورته راڅرګند شي،
ګروپ وینه ټول کابل خلک ورکوی خو یو سړی(-B)کله چی دیو شخص لټون وکړی لکه )ګروپ-B)غواړی دوزیر محمد اکبر د روغتون په ساحه کی هغه خلک پیدا کړی چې په دغه سافټ ویر کی ولری ترڅو له ډوبلیکیټUniq Accountوینه ولری. اوباید هر نفریو
مخ نيوی وشي، کله چې اکونټ جوړ شو اوس دى کولاى شي چې وینه ورکونکی ولټوي او هم کولای شي چې يو يا دوه ورځې مخکې د وينې د اخېستلو لپاره يو فارم وایی خپل اکونټ ته Donar ډک کړی نوکله چی هغه کسان چی وینه ورکوی یا ورته داخل شی هغه د دفارم به ورته راځي چې دغه کس په دغه تاريخ وينې ته ضرورت لرينو هغه کس درته زنګ وهي يا ايمل درته کوي چې وينه درکړي.
یا هغه کس چې غواړي په کومکي ډول سره وينه ورکړي دی هم باید يوځل Donar۲- راجيسټر کړي، له راجسټير نه هدف دا دى چې دځان پهاړه پوره معلومات ورکړي، لکه چيرته غواړي چې وينه، نوم،عمر،د وينى ګروپ، جنسيت، وزن، اخري تاريخ چي ده وينه ورکړې يا نه ده،دښارنوم، موقعيت چيرته چې دى غواړي وينه ورکړي،د موبايل شمارهچېله ده سره ورباندې څوک په تماس کې کيږي،ايمل ادرس او په اخر کېدی کولای شي چې یو وړوکی پیغام هم د ځان په اړه پریږدی .
۲- د ډاکتر برخه:دا هغه برخه ده چې يو څوک کولای شي د یو ډاکتر په اړه مکمل معلومات ترلاسه کړي، لکه احمد غواړي چې کابل کې ډاکټر موسی ته دې تداوي لپاره ورشي خو احمد ته یې نه ادرس معلوم دی او نه وخت چې له څو بجو نه ترڅو بجو پورې کار کوي، نو احمد ته په کار دی چې د ډاکتر نوم یا مسلک په یاد ولري ترڅو وکولای شي چې د دغو دو نوم یا مسلک په زریعه د ډاکټر پلټنه وکړي او د هغه ټول معلومات ځان ته پیداکړي، کله چې دی د ډاکټر نوم سافټ ویر ته داخل کړی، د ډاکټر په اړه به ورته لاندې معلومات راڅرګند شي.

رجیسټر نمبر، نوم،تخلص،تخصصی ریشته یا مسلک،وخت، د موبایل شمېره.

۳-د روغتون برخه: له دغې برخې په استفادې سره یوڅوک کولای شي چې د روغتون د پیداکولو لپاره لټون وکړي، دلته لټون یواځې په نوم دی، کله چې یو څوک د روغتون نوم سافټ ویر ته داخل کړی ، د روغتون په اړه به ورته لاندې معلوامات راڅرګند شي .

د ښار نوم چې دا روغتون په کې ده..۱-

او دروغتون موقعیت چی ړ ښار په کومه برخه کی قرار لری..۲-

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د