ټولنیزه برخه

ځوانانو ته (کتاب)

دا كتاب كه څه هم له حجمه وړوكی دی خودهغو موضوعاتو له پلوه چي پکې خبري پرې شوي دي ډېر خوندور او ګټوردي. پدې كتاب كي ځېني هغه اساسي ستونزی څېړلي شوي شوي دي چي زمونږ ټولنه او په تېره بيا ځوان نسل ورسره مخامخ دی مونږ كوشش كړی چي د دېني لارښوونواوژونديو تجربو په رڼا كي پدې كتاب كي هغه څه په لنډه توګه وړاندي كړو چي ځېني اساسي ستونزي اوبيايې حل لاري جوته كړي، زه پدې باوريم چي كه يې څوک ولولي حتما به ګټه ورڅخه ترلاسه كړي اوددنيا اواخرت خوښۍ اوسوكالۍ به يې په نصېب شي.

هغه خبري چي مونږ پدې وړوكي كتاب كي ورباندي غږېدلي يو او په ساده پښتو ژبه مو ليکلي دي په دې توګه دي:

لومړۍ برخه يې نا فرمان زوی ته يوه ليکنه ده چي هغه ته له والدينو سره دخپل ناوړه چلند ديني اړخ روښانه كوي او دوالدينو دخوشاله ساتلو لاري او چاري ورښيي.

دوهمه برخه مسلمان ملګري ته دملګرتيا په حقوقو او دملګرتيا په ادابو مشتمله ده چي هغه بايد له چا سره، دڅه لپاره او په څه ډول داسي ملګرتيا وكړي چي هم الله تعالی اوهم يې ملګری اوهم پخپله دی پې خوشاله شي اوهم يې fدنيوي اواخروي ژوندنېکمرغه كړي.

درېيمه برخه دودونوداصلاح په ديني اړخ اودځوانانولپاره دودونو داسانتياوو په برابرولو خبري كوي چي په څه ډول كولای شو د ژوند دغه اړتيا له دودېزي بڼي وباسو او پداسي معيارونو او اصولو ورته ترويج وركړو چي هم الله تعالی او هم دهغه بندګان پې خوشاله شي او په عين وخت كي هرڅوک خپل ثابت شرعي حق په اساني سره تر لاسه كړي.

څلورمه او دپای برخه يې ځوانانو ته ځېني روزنېزي او تربيوي لاري او چاري ورښيي ترڅو دفتنو او ګواښونو په وخت اوځای كي هم له سيالانوسره څنګ په څنګ روان شي اوهم خپل اخلاق، عفت ، دين او عقيده خوندي وساتي.

دا وړوكی كتاب پدې تمه ستاسوكتني ته وړاندي كوم چي زمونږ اوستاسو په ګډو هڅو ټولنېزي نېمګړتياوي اصلاح شي او او دروغ اوسالم نسل په جوړولو كي راسره مرسته وكړي.

کتاب د لاندي لینک څخه کښته کولای سئ

http://zdakra.com/books/zwanano_ta.pdf

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x