غزل: رحمت الله منيب

رحمت الله منيب

دا مو توره دا مو ننگ را څخه اخلي
دا له غاړې نه لونګ را څخه اخلي

چې خمار یې غیرتونه را ژوندي کړي
د دا هسې نشې بنګ را څخه اخلي

چې همه واړه جهان یې چيلنج کړی
دا تحریک او دا غورځنګ را څخه اخلي

چې آواز د ترنم یې روح ته رسي
دا د هغو بنګړو شرنګ را څخه اخلي

چې قیامت کې یې له ربه اجر غواړو
د شهیدو وینو رنگ را څخه اخلي

زه منیب چې خپل کلام ورباندې لیکم
هغه نی او هغه سنگ را څخه اخلي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د