شعـــــرونه

بی وسي/ مدثر همراز

مدثر همراز

زه چه غریب شوم اوس مې کلی چم په کاڼو ولي
په مجبوریت کې به دې خپل صنم په کاڼو ولي

د رڼا ګانو ښار کې ما پسې را منډې وهي
د خوشحالۍ زامن دې ګوره غم په کاڼو ولي

دا مې خواخوږی که دښمن دی ربه نه پوهیږم
دا مې دفاع کوي او دا مې هم په کاڼو ولي

بندي جانانه ته زما له حاله څه خبر یې؟
ما په ازاد جهان کې ټول عالم په کاڼو ولي

زما د کلي د وطن ښکلا یې نه خوښیږي
زما د ګل په رخسار پروت شبنم په کاڼو ولي

د بې وسۍ انتها خدایه په چا مه راوله
همراز ته ګوره چې خپل هر قدم په کاڼو ولي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x