
په سعودي کې یوه چرګه په ۱۶۰۰۰ ریاله خرڅه شوه
د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د لومړي ځل لپاره د چرګانو نندارتون جوړ شو چې په ترڅ کې یې د چرګانو لیلام هم ولګید.
د لیلام په دغه بازار کې، چې په اصل کې د چرګانو د ښکلا د ملکې مسابقه وه، رنګارنګ چرګې او چرګان نندارې ته وړاندې شوې.
په نندارتون کې په ډیره لوړه بیه د چرګانو پلورل او پیرودل ترسره کیدل. ویل شوي چې په اوسط ډول د یوې چرګې بیه د۷۵۰۰ او ۱۶۵۰۰ ریالو تر مینځ وه.
په دغه نندارتون کې هغو کسانو ګډون کړی وه چې د چرګانو د ساتنې او پالنې شوق یې درلود.
د نندارتون او لیلام د سنبالښت د چارو مشر (متعب العثمان) خبریالانو ته ویلي چې د نندارتون هدف د چرګانو د شوقیانو راغونډیدل او هغوی ته دا موقع برابرول وه چې یو تربله سره وپیژني، خپلې تجربې شریکي کړي، او د کمسارو او نایابو چرګانو د نسلو د تبادلې زمینه ورته برابره شي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه نندارتون کې ۱۵۰ چرګانو برخه اخیستې وه، چې دا په سعودي کې د تر ټولو مشهورو ۲۰ ډول نسلونو څخه ګڼل کیږي. د نوموړي په وینا، خو اکثره دغه چرګې او چرګان اروپايي الاصله دي.
د راپورونو له مخې په یاد نندارتون کې یو سړي یوه چرګه په ۱۶۰۰۰ ریالو، چې نږدې دوه نیم لکه افغانۍ کیږي، واخیسته.
ویل شوي چې ټول ټال د ۹۲۵۰۰ ریالو، چې نږدې ۱۴ لکه افغانۍ کیږي، په ارزښت چرګې خرڅې راخرڅې شوې.
د کرهڼې او مالدارۍ د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیلام او نندارتون په پای کې په ګډونوالو باندې د چرګانو په اړه د عامه پوهاوۍ نشراتي پاڼې وویشل شوې او ویترنرانو د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.