افغانستان

طالبان: په نارټ کېټ مېلمستون برید د ملا منصور انتقام وه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پر نارت ګیټ هوټل او لوجستیک مرکز باندې د چاودنې او برید پر مهال په دغه مرکز کې تر ۴۰۰ پورې بهرنیان میشت وه، چې یو یې هم روغ نه دی وتلی.

نوموړی نن ټکی اسیا ته په یوه اوږده خبرپاڼه کې ویلي چې د برید په ترڅ کې دغه شمېر بهرنیان د بامونو د نړېدو له امله او د چاودنې وروسته د سرتیرو بریدګرو په ډزو ټول یا وژل شوي او یا هم ټپيان دي.

نوموړي په کورنیو او بهرنیو چارواکو نیوکه کړې چې د تلفاتو له ښودلو څخه ډډه کوي او زیاته کړې يې ده چې د کابل حکومت او بهرنیان له ښکاره حقیقتونو څخه د انکار او درواغ ویلو اوږد تاریخ لري.

باید وویل شي چې د کابل امنیتي چارواکو نن اعلان وکړ چې جګړه سهار ناوخته پای ته ورسیده او په ټولو عملیاتو کې یو تن پولیس مړ او ۳ تنه نور ټپيان شوه.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي او د بهرنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د بریدګرو په شمېر کې یوه خوله نه وه، لومړي ویل چې بریدګر ټول ۳ کسان او دویم د ټولو بریدګرو شمېر څلور باله.

ذبیح الله مجاهد چې د دغه برید مسؤولیت یې د پيښي نیم ساعت وروسته په غاړه اخیستی وه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی بریدګر څلور تنه وه، چې یو یې د کندهار، بل یې د هلمند او دوه نور یې د زابل ولایت اوسیدونکي وه. نوموړي د دغه سرتیرو نومونه هم ذکر کړي.

مجاهد ویلي چې تر لومړۍ چاودنې وروسته پاتې درې کسان چې په سپکو او درنو وسلو، لاسي بمونو، ماشینګڼو او واسکټونو سمبال وه، د نارت ګیټ مېلمستون مرکزي برخې ته ځانونه ورسول او هلته یې له چاودني څخه روغو وتلیو کسانو باندي ډزې پيل کړې.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه جګړه کې د میلمستون دننه هیڅوک هم روغ نه دي پاته شوي، او په وینا یې، تر دې چې سرتیري بریدګر اړ شول چې بیرون راووزي او د راغلیو امنیتي سرتیرو سره جګړه پيل کړي چې هلته یې هم د ۲ ساعتونو جګړې وروسته یو شمېر بهرني او کورني عسکر ووژل.

د طالبانو ویاند د کابل حکومت له اړخه د تلفاتو کم ښودل درواغ بللي او پوښتنه یې کړې چې څرنګه شونې ده، جګړه ۷ ساعته دوام وکړي او بیا دومره کم تلفات ولري.

ښاغلي مجاهد ویلي: «زموږ د فدايي کنډک د عملیاتي مجاهدینو پلان خورا دقیق وو، څومره چې دعملیاتو جریان په دقت او بریالیتوب سره عملي کړل شو، همدومره يې سنجول شوي تلفات هم له پيشبېنۍ سره سم او دقیق دي ان شاء الله».

نوموړي زیاته کړې: «زموږ مجاهدینو، د پلان له طرحې رانیولې دعملیاتو دپيل پورې دیاد مرکز له حالاتو په دقیق ډول ځان خبراوه، له دننه څخه يې د اوسیدونکو کره شمیره، دمرکز دقیقه نقشه او ټول لازم او اړین معلومات راغونډ کړي وو، دهغو په تناسب مواد په نظر کې نیول شوي وو چې له مخې يې الحمدالله عملیات په بریالیتوب سره تطبیق کړل شول او په مرکز کې هستوګن تر ۴۰۰ پورې بهرني اتباع چې اکثره امریکایان ول یوهم ژوندی یا روغ نه دی پاتې شوی. ولله المنة».

ذبیح الله مجاهد په خپلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې برید پيغام امریکایانو ته دا وه چې دوی نور په افغانستان کې ماتې خوړلې، او په خبره یې، چې څومره خپل شتون په افغانستان کې اوږدوي هغومره به افغانان ددوی پر ضد «جهادي» پلانونه جوړوي، تر څو یې «تلفات لا هم زیات شی او عقل یې سرته راشي».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د بهرنیانو په میلمستون نننی برید د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژنې غچ بللی او ویلي یې دي چې یادو بریدګرو ځکه دغه پلان عملي کړ تر څو «د الله رضا او د ملا اختر محمد منصور د شهادت انتقام واخلي».

هېره دې نه وي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د روان میلادي کال د مئي میاشتي پر ۲۱مه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو له لوري په نښه شو، د نوموړي پر ځای طالبانو ملا هیبت الله اخندزاده د خپل نوي مشر په توګه انتخاب کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید احمد

مګرم سخت کاري ګوزار يې ورکړی.

غوربندي

د برید خپاره شوي انځورونه د “عصف ماکول” شانته ویرانیو او خرابو ښکارندویي کوي.

زما له نظره ددې نابللو میلمنو (اشغالګرانو) خیر په همدې کې ده چې ژر تر ژره له افغانستان څخه پښې سپکې او ووزي. په همدې هیله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x