افغانستان

«د افغانستان ۷۰ سلنه داعشیان پاکستاني وسله‌وال دي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخوانی قومندان وايي چې په افغانستان کې د داعش وسله‌والو اکثریت غړي پخواني پاکستاني طالبان دي چې پاکستان څخه د وتلو وروسته د داعش له لیکو سره یوځای شوي دي.

جنرال جان نیکلسن په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو ۱۵ کاله جګړې سربېره اوسمهال په افغانستان کې ۱۲ «ترهګرې ډلې» فعالیت کوي. هغه د دغو ډلو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

نیکلس چې واشنګټن مېشتو خبریالانو سره یې د امریکا دفاع وزارت کې مرکه کوله ادعا وکړله چې «د اسلامي دولت [داعش] د خراسان ولایت اکثریت غړي د پاکستان د تحریک طالبان غړي دي». هغه وویل چې دغه پاکستانيان د ضرب عضب عملیاتو له کبله افغانستان ته اوښتي دي.

یاد امریکايي چارواکي د معلوماتو پر بنسټ په ننګرهار کې ډیری داعشي وسله‌وال د پاکستان د اورکزۍ قبایلي ایجنسۍ څخه راغلي، دوی پخوا د پاکستان د تحریک طالبان غړي وو چې یوځايي داعش سره بیعت وکړ او اوسمهال د دغې ډلې ۷۰ سلنه تشکیلوي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د چنګاښ په ۲۲مه په افغانستان کې د داعش مخکښ غړي عبدالرحیم مسلم دوست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هغو لږکیو افغانانو چې د داعش په لیکو کې جنګیږي غږ کړی و چې په افغانستان کې داعش مشر حافظ سعید خان له ملاتړه لاس واخلي او د هغه له صف څخه راجلا شي.

هغه ویلي وو چې حافظ سعید ته د سیمه ییزو استخباراتو لخوا پیسې ورکول کیږي او نوموړی په دغو پیسو افغانان وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x