نظــر

د ځواني ديموکراسۍ سپين ږيري زامن ؛ د دار پر سر!

کله چي په افغانستان کي له امريکايي يرغل سره جوخت د بوش په خبره د ” ځواني ديموکراسۍ ” بلا لنګه سوه  نو د يو شمېر نويو ديموکراتو له زېږولو سر بېره يې ځيني بوډا جنګسالاران هم په زوي والي ومنل او ددې لپاره چي له مور سره يې الفت لا زيات شي سپين ږيرو زامنو ته يې د نورو په نسبت ډېر وخت خپله پسته غېږه او پرېمانه شېدې ور خوشي کړې، زاړه جنګسالاران چي اوس نوي ديموکراتان سويوه د خپلي مور تر لويو احسانونو لاندي سوه او هغه ږيږې بُڼي چي په سختو حالاتو کي يې هم ساتلي وې د ديموکراسۍ ادې په توده غېږه کي يې په اسانۍ سره واچولې او صاف لغړ ديموکراتان يې له ځانه جوړ کړل .

دغه لغړ ديموکراتان چي پخوا خلکو دمخورو سپين ږېرو، پروفيسرانو، مشائخو ، ملي مشرانو، جهادي قوماندانانو  او علماوو په شکلونو ليدلي وه ؛  دنړيوال کفري يرغل په دوولس کلن دوران کي يې شخصيتونه داسي مسخه شوي چي د نړيوال کفري يرغل د مشروعيت،  د امريکايي ديموکراسۍ د پلي کولو او د خپلوشخصي ګټودتحقق لپاره  په اسلام، وطن ، ناموس او خپلي ماضي سودا کول ورته لوي وياړ او يوه وجيبه ښکاري او د اسلام، وطن ، ناموس او مظلومومؤمنانو څخه دفاع کوونکي مجاهدين وحشيان، تروريستان، د پرديوغلامان او بالآخره له دينه وتلي خلک بولي او ددوي هره کړنه غيرشرعي ، له وطن ا وخلکو سره دښمني او وحشي تعبيروي.

ددغو بوډا خونکارو ديموکراتانو په اړه ډېرو ليکوالانو ورونو په زړه پوري شنني او تاريخي ليکني وړاندي کړي چي د منني وړ دي ؛زما هڅه داده چي  ددوي د اوسنيو حالاتو او ور پېښېدونکي انجام په اړه څوخبري ددغه ليکني له لاري په څوټکوکي را ونغاړم :

سپين ږيري ديموکراتان او مسلمان اولس :

جګړه مارو ديموکراتانو چي د تېرو دوولسو کلونو په ترڅ کي د مظلوم ملت وينه ښه په زور وزبېښل اوس هم د ملت له وينو نه د خپلي تغذيې په فکر کي دي او ددې موخي لپاره يې په زغرده څرګندوني هم کړيدي، پخواني جنګسالار او نوي ديموکرات تورن اسماعيل څه موده مخکي له يوې جرمنۍ ورځپاڼي سره د مرکې په ترڅ کي وويل : “ما په هرات کې خپلو مسلمانو وروڼو ته ويلي چي د لوېديځوالو له عقب نشينۍ وروسته تر خپلي وسي په کليو او اطرافو کي د طالبانو د بيرته راتګ مخه ونيسئ. تاسو بايد د پوليسو او اردو ملاتړ وکړئ، او د دولت د ضعف په صورت کي له هغوی سره مرسته وکړئ، پخواني مجاهدين چي د روسانو، ډاکټر نجيب، او طالبانو پرضد جنګېدلي اوس ئې لويه اندېښنه د افغانستان د امنيت په باب ده”.

تورن اسماعيل خلکو ته د پورته توصيې يادونه پداسي حال کي کوي چي د مرکې په بله برخه کي بيا د خپل وزن اندازه داسي بيانوي : (د کابل له سقوط څخه ۲۰ ورځي وروسته مونږ د مقاومت رهبران ارګ ته وروغوښتل شوو او راته وويل شول: له دې وروسته تاسو “اميران” او “قومندانان” نه يئ، تاسو جنګسالاران يئ، او بايد خپلي وسلې تسليم کړئ. مونږ د چورلکو، توپونو او ټانګونو په شمول ډېري ښې وسلې درلودلې، خو هغوی راڅخه واخيستې او پرزه- پرزه يې کړې”.

دغه بوډا ديموکرات د همدغي مرکې په بله برخه کي وايي : “کله چي امريکايانو په کابل کې يو مختلط حکومت تشکيل کړ، دغه حکومت هم مونږ د ملت مشرانو ته هيڅ توجه ونکړه، سره له دې چي دا يو حقيقت دی چي لوېديځوالو له شوروي، طالبانو او القاعده سره په جګړو کي مونږ ته اشد ضرورت درلود”.

شاباس اسماعيل خانه ! امريکايانو په کابل کي حکومت تشکيل کړ، ته يې برخه شوې او تاته يې دملت د يوه مشر په توګه په احترام ونه کتل پداسي حال کي چي ته د لوېديځوالو کفارو لپاره له طالبانو او القاعدې سره جنګېدلی هم وې ، تاد مجاهدينو ويني توي کړې او له امريکايانو خفه پدې يې چي ولي يې زما د دغه خدمت قدرداني ونکړه ، ته په همدې استدلال اولس له طالبانو سره مقابلې ته رابولې ؟ آيا دا د امريکا اولس دی که د افغانستان ؟

 خو بوډا ديموکراتانو!!

–    تاسو  بايد پوه سئ چي ملت نور ستاسو په شيطاني فريبونو او دسيسو نه تېروزي ، تاسو يې ښه پېژندلي ياست او پدې يې هم سر خلاص دی چي د ديموکراسۍ په جامه کي ملت بيا کومي کندي ته ور پوري وهئ!!

–    دا هيلي هم له زړه نه وباسئ چي  د امريکا په مشرۍ د نړيوال کفري ائتلاف له تېښتي وروسته به بيا له يوه بل بهرني بادار سره د غلامۍ تړون وکړی او په پرديو وسلو او پيسو به بيا خپل لاسونه دملت په وينو سره کړئ ؛ که څه هم تاسو پدې ډول تړونونو او ورور وژنه کي کافي تجربه لرئ ، ځکه ملت اوس د ازادۍ او سولي اتلان د پرديو له غلامانو او جنګسالارانو نه ښه بېلولاي سي .

–    دا هيله به مو هم انشاء الله پوره نسي چي مسلمان ملت به  د قومي ، ژبني او سمتي تعصب له مخي سره وجنګوئ، ځکه د نړيوال کفري ائتلاف او تالې څټو پر ضد يې روان جهاد الحمدلله پر يوه داسي منظم او شامل مسير پرمختګ کوي چي د مسلمان اولس د هري ژبي، هر قوم او هري سيمي وګړي يې برخه وال دي او ټول ورونه د ګډ هدف او يوه ارمان لپاره په يوه سنګرکي د الله جل جلاله فريضه اداء کوي.

–    کېداي سي تاسو به پردې خيال پلو هم ښه شخوند وهلی وي چي د خپلو يو شمېر وفادارو قوماندانانو په مرسته به د اربکيزم د فرمول له مخي بيا سيمه ايزي ملېشې فعالي او ملوک الطوائفۍ  رامنځته کړی خو آيا تاسو د اربکيانو له پلار نه خبرياست ؟ ، ډېويډ پېټروس دريادوم، هغه چي د عراق او افغانستان د اربکيانو په زېږولو کي کومي خواری وګاللې آخر انجام يې څه سو؟ هغه چي اوس په امريکاکي پر کوم سړک تېرېږي امريکايي اولس ناړي ورباندي توف کوي او د جنګي مجرم ، د امريکادښمن او وحشي په القابو يي بدرګه کوي، تاسو هم له خپل ملت نه بله هيله مه لرئ ، البته د افغانانو سزا او سپکاوی له نورو نه څه سخت وي ځکه دوي پر ديموکراسي باور نلري.

سپين ږيري ديموکراتان او انتصابي ټاکني :

له هغه وخت راهيسي چي  اوباما له افغانستانه د تېښتي کال ۲۰۱۴ ياد کړی ديموکراتانو ته ځمکه ځاي نه ورکوي او د خوب له هوله هم “دوهزاروچارده”  يادوي، په خپلو مجالسو، غونډو او مطبوعاتي اعلاميو کي ګډوډي پرتي وايي، کله وايي موږ پر خپل ځان باور لرو او کله بيا اوباما ته زارۍ کوي ، وحشي جګړه ماراو ديموکرات دوستم يوې لويې غونډي ته د وينا پر مهال وويل : ( رئيس جمهور اوباما ته سلام وواياست  چي د خپلو قواوو په ايستلوکي تلوار ونکړي ! او بيا به طالبان وي داخلي جنګونه ، تاسو په زرګونو ځوانان له لاسه ورکړي ، شهيدان مو ورکړي ، ميلياردونه ډالر مو له موږ سره مرسته کړې، دا ټول بايد بېځايه ولاړ نسي، بايد د عسکرو په ايستلو کي ډېردقت وکړئ………. ژباړه او خلاصه)

خو اوباما په خپل منطق ددوي دې غوښتني ته مناسب ځواب ووايه : امريکا د افغانستان امنيتي ځواکونه دې حد ته رسولي چي اوس د ټول هيواد امنيت پخپله ساتلاي سي ، د ښځوحقوق، د بيان ازادي او……… بالآخره د واک د انتقال قانوني لار انتخابات هم پر خپل وخت ترسره کېږي، ګواکي هرڅه تيار دي ، د ټاکنو په ترسره کېدلو سره به ټولي ستونزي حل سي.

سپين ږيرو ديموکراتانو لکه اوبو اخيستي چي زګ ته هم لاس اچوي په خورا جوش په ټاکنو کي مشروطه برخه اخيستې اوهر يو يې هيله لري چي ګوندي د امريکادترحم وړ وګرځي او د انتصابي ولسمشر په توګه خپل اهداف ترلاسه کړي ، مشروطه برخه اخيستنه مي ځکه ياده کړه چي يو شمېربوډا ديموکراتانو وار له مخي اخطار ورکړی که په راتلونکي حکومت کي له پامه وغورځول شي غرونو ته به وخېږي او…

خو د انتخاباتو په لنډ خوب ويده بوډا ديموکراتان له خپل نژدې انجام نه غافله دي………

د دار سر !!

بوډا ديموکراتانو او وحشي جګړه مارانو ! څو ورځي مخکي چي تاسو په کابل او يو شمېر ولايتونو کي د پنځو زرو شهيدانو فاتحه اخيستل ؛ آيا په زړه کي مو کومه خبره نه در وګرځېدل ؟ ملت ددغو شهيدانو قاتلين په کومو نومونو ياد کړل ؟ ددوي لپاره يې کومه سزا وغوښتل ؟ آيا يوازي کمونستانو بېګناه خلک وژلي ؟ تاسو څه فکر کوئ د تنظيمي جګړو پرمهال د کابل دخلکو خپل په زرګونو شهيدان هېر سول ؟ آيا د دښت ليلې زرګونه شهيدان هيرکړل سويدي ؟ آيا په امريکايي غوبل کي د شهيدو سوو مظلومانو اهونه ورک سول ؟
نه خير !! تاسو دکمونست نجيب انجام تېره ورځ وليد ، هغه که د زرګونو شهيدانو د قتل په جرم دار ته وخېژول سو نو تاسو هم له نجيب نه کم شهيدان نه دي کړي ! ستاسو به هم هغه سزا وي ! ” د دار سر“ ان شاء الله

قاري یونس راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x