نظــر

پدر داره، بې پدره او پدرلعنته

د شپې نيمايي وه او په پرېشانو او ستړو خوبونو کي غرق وم چي د کور ټليفون وشرنګېدی. نيم په خوب کي او نيم ويښ راولاړ سوم او هغې خونې ته ور روان سوم چي ټليفون پکښي پروت ؤ. په زړه کي مي ډول ډول شيان راګرځېدل چي يا خدايه خير، خوبونه خو مي پرېشانه ول. اوس لکه چي په ټليفون کي هم کوم خراب خبر راته په انتظار دی. په وارخطايي او عجله مي د ټليفون ګوشي پورته کړه.

« سلام عليکم، څوک خبري کوئ؟»

« سلام عليکم، احمدولي خانه، لکه چي په ميلو کي ورک وې، هاهاها»

« وعليکم سلام، وبخښه وروره، نه مي وپېژندلې، څوک خبري کوئ؟»

« هو تاسو اروپا والاؤ خو موږ خوارکيان افغانان او افغانستان هېر کړي يو، چيري به مو وپېژنئ. سُلطان احمد يم د کابل څخه خبري کوم.»

« سلام عليکم سُلطان خانه، جوړ پخير، څه حال دی په کور کي خيريت دی. حاجي مُلا صاحب او خاله جانه ښه دي؟ په ښار کي خېريت ؤ؟»

« بس هغه پخوانی حال دی، امله او توبره ده. ته وايه د ميلو او چرچو کيسې کوه.»

« بس ورورکه، حمد دي وي خدای لره، دلته هم خير وخيريت دی. څنګه دي زحمت کړی دی؟ زه ټليفون درته وکړم؟»

« يا بېغمه اوسه، ټليفون مي مفت دی. دغسي مي ستاسو احوال اخيستی. مور مي هميشه ستا پوښتنه کوي. ما ويل چي نن دي حال واخلم.»

« کور دي وان ورورکه، د خاله جاني دي هم کور ودان وي چي موږ په خپلو دعاؤ کي ياد ساتي.»

« احمدولي خانه کابل ته راغلی يم او دلته په يوه لويه پروژه کي کار کوم.»

« ښه، ډېره ښه خبره ده. شکر چي پر کار يې.»

« هغه شپه يو چيري مېلمه وم. هلته مي ډاکټر… وليدی. هغه هم اوس په کابل کي دی او دلته په وزارت … کي کار کوي.»

« هو، ما هم اورېدلي دي چي ډاکټر صاحب کابل ته درغلی دی.»

« ستا يې ډېر صفتونه کول. ما ورته ويل زه د هغه سره کوچنی لوی سوی يم. خو هغه خورا په کش کي ؤ. دلته يې په څلور نيم لکه ډالره يو کور او په شپږ لکه يې بل کور رانيولی دی. موټران دي کيسې دي.»

« ښه؟ بس الله دي رحم وکړي.»

« احمدولي خانه ته خو د ډاکټرصاحب سره د زيات وخت راهيسي پېژنې، که نه؟»

« ولله څه ووايم سُلطان خانه، داسي زيات تګ او راتګ مي نه ورسره درلودی. هغه د اروپا په بل هيواد کي اوسېږي او زه په بل کي. بعضي وخت به په کومه غونډه منډه کي سره مخامخ سولو.»

« ګوره ځان به نه اچوې، زما يې د ټليفون نمبر په کار دی. هغه شپه مي په مېلمستيا کي دا خبره هيره سوه چي ټليفون نمبر ځندي واخلم، هغه ژر ولاړ سو او کور ته ولاړی.»
« ته ودرېږه زه به يې په اروپا کي د کور نمبر درکړم.»

« يا د کابل نمبر مي پکار دی.»

« وبخښه د کابل نمبر يې نه لرم. څه يې کوې نمبر يې څه کوې؟»

« ما ويل چي د وطن خدمتګاره سړی دی، زه به هم پدا خدمت کي برخه ورسره واخلم. چي موږ د وطن لپاره کار ونه کړو نو به يې څوک کوي؟»

« ګوره سُلطان خانه، ما او تا خو نمک سره خوړلی دی، ستا پلار ماته سبق ويلی دی او بل د مسلمان په توګه ځان مُکلف بولم چي تا د بدو څخه راوګرځوم او ښو ته دي امر کړم. که زما په خوله کوې نو د دغه ډاکټر صاحب څخه ليري اوسه.»

« يو خو دا ستاسو اروپا والاؤ په خبره زما سر نه خلاصيږي. په ډاکټر صاحب کي څه بد دي؟»

« ګوره وروره په نيمه سر خلاص کړه. پخپله دي راته وويل چي ډاکټر صاحب په څو لکه يو او په څو لکه ډالره بل کور رانيولی دی. نو دی خو تجار ندی بلکه په وزارت کي کار کوي او تنخوا داره سړی دی. دلته په اروپا کي يې هم په ټکسي کي نفس وختی او هيڅ پيسه داره نه سو. نو ته نه پوهېږې چي دا دومره پيسې يې په دوو کلنو کي د کومه کړې؟»

« او احمدولي خانه، خدای دي کور آباد کړه. ولله موږ په پاکستان کي لا د تبليغيانو څخه په عذاب ؤ، تا بيا د جرمني څخه راته تبليغ شروع کړی دی.»

« څه ووايم سلطان خانه، خو له بده مرغه چي زما سره د ډاکټر صاحب د کابل نمبر نسته. خو يوه خبره درته کوم او هغه دا چي ډاکټر صاحب داسي چوتاره دی چي دا زما او ستا غوندي خلک په جيب کي ګرځوي. هغه د اروپا څخه د خالي بوجيو سره درغلی دی او غواړي چي دغه بوجۍ په ډالرو ډکي کړي. خو که ستا مقصد هم دغه وي، نو بيا درته وایم چي د رزق په باره کي هيڅ فکر مه کوه. د هغه ګارنټي الله تعالی کړې ده. موږ تاسو بايد خپل ځان او اولاد د حرام څخه وساتو. بله خبره دا چي دا د افغانستان د يتيمانو او کونډو سره لويه ناځواني ده، چي د هغوی حق وخوړل سي.»

« احمدولي خانه دا اوس د پخوا افغانستان نه دی. دلته به خورک کوې او يا به بل څوک تا خوري. والله که دي باور وسي چي څومره بې پدره دلته ميلونران سول. دغه پيسې وهل کيږي. که يې ته ونه وهي نو يې بل کوم بې پدره وهي. نو تر دې خو ښه ده چي لږ تر لږه ډاکټر صاحب او زما غوندي پدرداره خلک پکښي هم برخه ولري. هاهاها»

« غلط کار غلط کار دی، سُلطان خانه. د حرامو مال د دوږخ اور دی. بل د مسکين افغانستان حق خوړل خو په اصل کي پدر لعنتي ده، که يې پدر داره کوي او که يې بې پدره کوي.»
« دا پدر لعنته خو دي نو ماته وويل، آ؟»

« نه خدای دي خوله نه راکوي سلطان خانه، ما خو وويل چي هغه څوک چي د افغانانو حق خوري هغه پدرلعنته دی.»

« د خدای په شپو کي ته هم ماته نصيحت کوې. پخپله د کافرانو په وطن کي ناست يې، خدای خبر څه مزې او چرچې دي رواني کړي وي، او ټيغ پر موږ صافوې. له يوې خوا راته وايې چي زما پلار ستا اُستاد دی او له بلي خوا راته نه شرمېږې او پدرلعنت راته وايې.»

« نه نه سُلطان خانه، زما په خبره غلط پوه سوې. زما مقصد هغه خلک ول چي رشوت، درغلۍ او اداري فساد کوي. … هالو سُلطان خانه… سُلطان خانه…»

سُلطان خان ټليفون قطع کړی ؤ. زه بېرته حيران او پرېشان خپل بستر ته راغلم او په زړه کي مي دغه غم ؤ چي زما وطن هغه حالت ته رسېدلی دی چي پکښي د پدر داره، بې پدره او پدر لعنته فرق کول نور سخت مشکله کار ګرځېدلی دی.

ليكوال: احمد ولي اچکزی

د لیکوال بلاګ: http://www.ahmadwali.achakzai.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x