نظــر

کشاف او سیاف څنګه د دین تحریف کوي ..!!؟

موسی فرهاد

« مِنَ الَّذِينَ هادُوا يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ …الأيه » النساء

پیژندنه

د سیاف او کشاف په نامه کسان د پښتو ژبي دوه تنه سپین ږیري ملایان ډوله ادیبان دي چې په شاعرانه ادبي پښتو ژبه هر یوه یو شمير واړه او غټ دیني کتابونه لیکلي دي . ښايي ډېر کم وګړي داسي وي چې نه یې پیژني خصوصاً سیاف چې له نوم ، شکل ، موقف او عملکرد سره یې أن د هزاره توکم ماشومان هم بلد دي .

مولوي قیام الدین کشاف، هغه ادیب ملا دی چې د قرآنکریم پښتو ژباړه یې هم کړي او ورسره یې د سیرت پر موضوع هم یو ادبي کتاب لیکلی دی . اما سیاف استاذ د خپل خدای ورکړي ناکاره عادت له مخي چې همیشه د ژورې عقدې څخه خلاصون نلري ، له وخت سره سم پر دیني موضوعاتو لیکچرونه ورکوي ، کمال یې دا دی چې کله یې ګټه په اسلام کې وي نو کفر د افراط او انتهاء تر حده غندي ، او چې کله یې بیا ګټه په کفر کې وي نو اسلام ، جهاد او مجاهد د تحریف په بڼه غندي. لومړۍ ګټه یې د روسانو د یرغل پرمهال وه چې په کابل کې اوسیدونکی هر وګړی د سیاف له نظره مطلق کافر و . او دویمه ګټه یې بیا اوس د امریکا د یرغل په زمانه کې ده. چې د امریکا په مټو ولاړ ، د بن له کنفرانس نه را زیږیدلی او بیا د جانکیري په فرمان تمدید شوی سیټپ ورته د خلفاء راشدینو نظام ښکاري او مخالف یې د نوموړي په فتوا باغی ، جاني او قاتل بلل کیږي .

ځکه خو یې تقریرونه ، فتواګاني او بیانیې له مخکني وخت سره په 180 درجې کې توپیر لري. خو له دې هر څه سره سره دا ښاغلی نه د جهاد سمبولیک نوم ، نه د مجاهد سپیڅلې لُباده له ځانه لیري کول غواړي او نه دې ته تیار دی چې د کفر چوپړ له لاسه ورکړي .

منطقي فارموله

د ده (ښاغلي) له نظره د یونان د منطقي فلسفې دا فارموله ، ګرسره بیځایه ده چې وایی د نقیضینو اجتماع ناروا ده . دی وای که دا خبره سمه وای نو ما (سیاف فروفیسور) به په وچ زور کفر او اسلام څنګه سره یوځای کولای .

اوس چې له یوې خوا د ناټو او امریکايی سپاهیانو ترټولو کلک مدافع او د جهاد او مجاهدینو ترټول اشد مخالف هم سیاف دی ، او د کابل د ورانوونکو او په سرونو کې میخونو وهونکو مجاهدینو سپیڅلی روحاني مشر هم سیاف دی ، دا یی د یوناني فلسفې فارموله باطله . هم کافر هم مسلمان ، ژوندی مثال یی ښاغلی سیاف دی .

په هر صورت د دې دواړو جنابانو داستان خورا اوږد هم دی او مختصر هم . خورا پیچلی هم دی او ساده هم . په دې معنی چې که د دوی ښاغلو شالید را سپړو او په جزئیاتو یې لوستونکي ستړي کوو ، نو خبره طوالت او پیچلتیا مومي او که د هر یوه یوه بیلګه را واخلو چې د دین او شریعت د احکامو څنګه څرګند تحریف کوي او دومره اړتیا یې څه ده چې د دنیا د متاع قلیل لپاره د دومره عظیمي ګناه چې د دین تحریف دی ؛ ارتکاب کوي .! نو بیا یی داستان ساده ، مایکفي او مختصر راځي .

آیا تحریف د دوی مجبوري ده ؟

د کابل اوسنۍ اداره چې د ملا تیر یې یوازي د امریکا زور او زر تشکیلوي ؛ له هر ډول ولسي ملاتړه بي برخي ده په ځانګړې توګه د روحانیت (علماؤ) د قشر له پشتیباني نه خو بیخي د صفر په تناسب عاري ده ، په داسی حال کې چې دا یو منلی حقیقت دی ، په افغاني غوندي مؤمنه ټولنه کې چې واکمن د علماؤ له ملاتړه بي برخي وي ، هغوی د ستني د سپم په څیر حیثیت هم نه لري .

نو د همدې اړیني اړتیا د درک کولو له امله ده چې د کابل سرکار د خپل سټیج پر لومړۍ څوکۍ همیشه همدا ملا ډوله سپین ږیري ادیبان کښینوي ترڅو زما د سپیرې خاوري پاک زړي وګړي ورباندي خطا باسي او هغوی دا ومني چې ګویا د جانکیري په نوښت او سرپرستۍ رامنځ ته شوی غبرګ سری حکومت ، رښتیا هم مشروعیت لري .!!

دا چې د نوموړي ادارې مشروعیت ته نه نقلاً او نه عقلاً جواز پیدا کیدلای شي ؛ نو د کشاف او سیاف په څیر سپین ږیري ادیبان مجبور دي چې په قرآن کې د تحریف او ادلون بدلون هغه لاره خپله کړي چې د دوی اصلي بادارانو کریسشن پادریانو او جیویش راهبانو به په خپل وخت کې د خپلو حاکمانو لپاره غوره کړي وه ، هغوی به د خپلو کافرو حکمرانانو لپاره د انجیل او توراة د احکامو داسی تعبیرونه او تفسیرونه کول چې هغوی به ورباندي خوښیدل .

عین همدا لوبه زموږ سپین ږیرو ادیبانو (سیاف+کشاف) او د دوی شاګردانو پیل کړي ده . ترڅو په بدل کې یې متاع قلیل (ډالر+څوکۍ+شهرت +ورځني امتیازات) ترلاسه کړي .

د کشاف تحریف

مولوي قیام الدین کشاف هغه ورځي په کابل کې د دفاع وزارت په دننه کې د اردو د یوې ټولګۍ جنرالانو او عسکرو ته خطاب کاوه ، چې تازه د امریکایی او ناټو د روزونکو لخوا یې د ټریننګ چاري سر ته رسیدلي وي او د فراغت مراسم یې ترسره کیدل ، امریکایی استاذان جنرالان یې هم موجود ول ؛ کشاف، په خطاب کې آیتونه او احادیث یو په بل پسي ورته تیرول چې د ځمکي پرمخ د خدای عسکر همدا تاسو خلک یاست چې مرابط فی سبیل الله همدا تاسو بلل کیږئ ، د رباط فی سبیل الله او یا غدوةً او روحةً د الله په لاره کې د وتونکو خلکو د فضیلت نصوص یوازي همدا ستاسو په باره کې دي . زه (کشاف) د ټولو افغان علماؤو په نمایندګۍ ستاسو سره وعده کوم چې تر اخیره به مو ترڅنګ ولاړ یو .

مولوي کشاف زیاته کړه چې ، نبي علیه السلام فرمایی : « د دوزخ اور هغه چا ته نه رسیږي چې د نورو د مال او ځان د ساتلو لپاره په مورچلونو کې پیره کوي.» ده وویل : زموږ د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه همدا خلک دي چې د دوزخ اور ورباندي حرام دی.

ښاغلي کشاف د مبارک حدیث دا ډول غلط تطبیق کوي چې څرګند تحریف دی او سړی د نوموړي حماقت او جرأت ته ډېر حیرانیږي . دا ځکه چې اوسني عسکر او پولیس او په مجموع کې د کابل په اداره کې کارکوونکي خلک ټول په دې خبره په زړه کې ښه پوهیږي چي پر افغانستان باندي د کفارو لخوا تجاوز شوی ، د دې تجاوز په مقابل کې دریدل او جهاد ورسره کول د قرآن او حدیث په حکم فرض عین دی . که څوک عذر ونلري او په مقابل کې یی ونه دریږي، نو د فرض عین تارک بلل کیږي، ګناه کار دی. او که عذر ولري بیله خبره ده.
خو برعکس پرځای د دې چې په مقابل کې یې باید جهاد وکړي؛ یوڅوک د متجاوزو کافرانو سره دریږي ، د هغوی مرسته کوي ، د پیسو او امتیازاتو لپاره د خپل ولس ، خپلي خاورې په اشغال کې ورسره همکاري کوي ، د هغوی ټوپک اوږې ته اچوي او د خپل مسلمان ورور په مقابل کې د کفارو له صفه جنګیږي ، نو د قرآن او حدیث په رڼا کې د څلور سره مذاهبو د متفقه فتوا له مخي د دغه کس حکم د هغه متجاوز کافر دی چې د مسلمانانو پر ملک یې یرغل کړی دی .

اما ښاغلی کشاف چې ځان ته دیني عالم وایی ، را ولاړیږي د حدیث شریف دومره غلط تطبیق او صریح تحریف کوي چې د مرابط مجاهد فی سبیل الله فضیلت هغه عسکر ته ثابتوي چې امریکایان یې ټریننګ صرف د دې لپاره کوي چې مجاهدین په شهادت ورسوي . هغه مجاهدان چې د دین او وطن د دفاع په خاطر د امریکایانو پرضد فرض عین جهاد کوي .
[ بِئْسَمَا ٱشْتَرَوْا۟ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ ….الآیة… (۹۰) «…. قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُم بِهِۦٓ إِيمَـٰنُكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (۹۳)

د سیاف تحریف

دویم سپین ږیری ښاغلی سیاف دی، چې نه یي یوه ده ، نه یې دوې دي او نه یې درې ، بلکي اوس لکه په یوه رواني ناروغۍ چې اخته وي هر قدم او هره خبره یې داسی وي چې دی و ایمان سره بیلوي . دا زما نه ، بلکي د ښاغلي سیاف خپله مستنده خبره ده چې اوس قریباً د تواتر حد ته رسیدلي ده . د روسانو سره د جهاد په دوران کې سیاف په دې زیات مشهور و چې د ظاهرشاه او د هغه د لارویانو بلکي د ټولو هغو خلکو چې له غرب سره یې یو ډول تعلق وي او پر دیمکراسۍ عقیده ولري ؛ سخت انتهايی مخالف وو ، ان دا چې مطلق کافران یی بلل ، تر دي چې په یوه وینا کې ویلي چې اوس هم په ریکارډ پرته ده ، وایی که تاسو زه ولیدلم چې په کابل کې د ظاهرشاه او د هغه د هملارو سره یوځای شوی یم ، نو له دوو حالو به هرو مرو خالي نه یم ، یا خو به کافر شوی یم او یا به لیونی یم . نو اوس خو یی موږ او تاسو وینو چې ظاهرشاه او د هغه همفکران خو پریږده بلکي له سرو امریکایی کافرانو سره یوځای مزي چړچي کوي . نور یې تاسو خپله اټکل وکړئ.

په هر صورت په پښتو کې یوه متلي غوندي ټپه ده چې وایی :
پرتوګ دي سوړي سوړي راووړ- چې هره سوړه دي ګنډم ژړا راځینه )

دوې بېلګي

د بیلګې په ډول به یې دوې داسي خبري یادي کړو چې په څرګنده یې د قرآني او نبوي نصوصو تحریف وکړ. یوځل یې له طالبانو سره د سولي په اړه خبري کولي ، داسی یې ویل: د کابل اداره+امریکایان باید طالبانو ته د خبرو وړاندیز ونکړي ، بلکي هغوی (طالبان) باید تاسو ته وړاندیز وکړي . ځکه چې په قرآنکریم کې الله تعالی فرمایی : « وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا…» دغه آیة چې د کفارو په شان کې نازل شوی ، الله تعالی پیغمبرعلیه السلام ته فرمایی ، که چیري کفار،مشرکین د مصالحې لپاره میلان وکړي نو (فاجنح لها) یعنی ته هم ورته میلان وکړه. (فاجنح) د مفرد مخاطب صیغه ده ، خطاب یوازي پیغمبرع ته دی. بل چاته نه صحیح کیږي ، نو په (جنحوا) کې چې د غائب جمع صیغه ده ؛ طبعاً ضمیر یې کفارو ته راجع دی .

أما سیاف بدبخته دلته د (فاجنح) د ضمیر مخاطب امریکایان او کابل اداره وبلله ، چې اصلاً پیغمبرع او مسلمان ته خطاب دی . او د جنحوا ضمیر چې کفارو ته راجع دی ؛ نوموړي طالبانو ته راجع کړ . نو اوس تاسو فکر وکړئ ، چې یهودي او مسیحي پاپان به هم تر دې زیات د قرآن تحریف وکړي ؟.؟! کلا و حاشا

بل ځل د ایساف دې ښاغلي مفتي د افغانستان مسلمان ولس ته په خطاب کې وویل : اې خلکو ! طالبانو ته په کورونو کې ډوډۍ مه ورکوئ ، د طالبانو سره مرسته مه کوئ ، دا ډېره ناروا ده ، تاسو ته به ډېر غټ تاوان ورسیږي . تاسو به له اسلامه ووزئ . ځکه چې پیغمبر علیه السلام فرمایی : « من مشى مع ظالم ليعينه و هو يعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام »

یعنی څوک چې د ظالم سره د هغه د مرستي په غرض تګ وکړي او پوهیږي هم چې ظالم دی ؛ نو دا کس ضرور له اسلامه وتلی دی .

د سیاف په قول طالبان ظالمان دي ځکه چې د امریکا په مقابل کې فرض عین جهاد کوي او ولس چې په دې فرض جهاد کې ورسره مرسته کوي ، سیاف یې تري منع کوي او په دلیل کې دا حدیث راوړي . چې ګویا د طالبانو سره د مرستي په وجه به تاسو له اسلامه ووزئ .

له بلي خوا چې امریکایی کافرانو زموږ اوستاسو پر مسلمان وطن یرغل کړی ؛ او دی ورسره په څنګ کې ولاړ دی ، دا حدیث چې اصلاٌ پر هغوی تطبیقیږي ؛ دا بدمرغه مفتی یې پر طالبانو حمل کوي . لعن الله علی ذالک الناس الخناس.

دا او دې ته ورته په سلګونو مثالونه شته چې د زمانې دا بدبخته ، بدسیرته او بد صورته ملا ډوله شیطانان ، د خپل ابلیسي عادت له مخي د پاک دین د مقدسو احکامو تحریف کوي او په بدل کې یې د دې دنیا متاع قلیل او د آخرت د جهنم عذاب السعیر د ځان لپاره پیري .

« واتل عليهم نبأ الذي آتيناه آياتنا فانسلخ منها فأتبعه الشيطان فكان من الغاوين » الأعراف 185

رَبَّنَا لاَ تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ
پای ————————————————————————!

موسی فرهاد
2016 اګست 1
دوشنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

په قرآن عظیم شان کی فرمایی:یآیهاالذین آمنو الاتتخذواالیهودوالنصرآاولیآء م بعضهم اولیآءبعض ط ومن یتولهم مهکم فانه
منهم معنی:اۍ مؤمنانو مه جوړوۍ یهود اونصارادوستاځنی دوستان دځنو اوڅوک چه دوستان ونسی دوی له تاسونه نو
بیشکه هغه له دوی نه دی. ستاټول حکومت له دوی نه دۍ ته خو تنها سیاف یادوی

احمد

ددغه ټکی یادونه چی موسی فرهاد ورور پورتنی لیکنه کی کړی ده چی سیاف انشالله د۱۳۶۵لمریز کال دجدی دمیاشتی په ۶ نیټه ددغه ورځی دتقبیح په نیت جوړی شوی غونډی ته کوله اوزه دغه غونډی ته د خړ ترپال دپاسه په شپږم قطار کی ناست وم سیاف دخپل خبرو په منځ کی وویل چی ظاهر شاه کافر دی او دی لپاره یی دلیل دا وړاندی کاوه ویل یی چی دا دروزی میاشت خو وای دخیر اوبرکت میاشت ده او مسلمانان په دی میاشت کی خاص عبادتونه خپل رب ته کوی نو وای دظاهر شاه په حکومت کی به په دغه… نور لوستل »

محمدربی آماج

د سیاف د کړنو دوه ګونی مخونه ما خپله لیدلی دی ، د کډوالتوب په مهال زموږد کور ته څیرمه د اتحاد اسلامی غټ دفتر وو،او دهغه دفتر مسول (ارواښاد عبدالله خان) د همدی دفتر مشر وو . یو وخت یی د دفتر دکوم مسول لخوا یوه کوچنۍ دجیبی کتابچی په څیر رساله راکړه چی په هغه رساله کی ښاغلی سیاف دآیتونو،احادیثواو روایتونو په زور د ښځی څخه یوه ډیره مسخه انګیرنه اود کرکی وړ څیره وړاندی کړی وه. او داسی یی هم ویلی چی ښخي باید زړی ګدلي واغوندی چی د نارینه وو توجه ورجلب نکړی! خوبیا وروسته د… نور لوستل »

wali khan

نوستا په نظر طا لبا ن څنګه خلک دی چی دپا رلمان وکیل ورسره لاره لری مرګ یی ندی راوه، چی قومندان ورسره لار لری مرګ یی ندی راو چی پا کستا ن کی کور ځآی لری جها د ورسره ندی راو چی دنا ټو کاروان کراچی بندر کی وی مرګ یی ندی راو خو همداطا لب وربسی وی چی طورخم ته ورسیږی بیا پری نا تار جوړ کړی. چی خپل لورګانی په جنا ح او بو ټو پوهنتونوکی درس وایی ښه خبره ده خو زما دخټو ګټو مکتب سوځول بیا جها د دی. اوداسی نور تا هم دسیا ف… نور لوستل »

حقپال

میدیا په سلوکی نهه نوی برخی یا د نننۍ دجالی استعمار ملکیت او یا د هغو له خوا تمویل او تطمیع کیږی ، په سلو کی یوه برخه ( لکه همدا د نن ټکی اسیا خپلواکو رسنیو په شان ) ته چه کومی خپلواکی او موثری لیکنی ، څیړنی او ارزونی رالیږل کیږی او نشریږی د هغوی دپاره یی هم ځینی وایرسونه ساتلی هغه کاروی پورتنی تبصرو کی هغوی د لمړ په شان معلومیږی الله ج دی ورته د دوی د عمل سزا ورکړی مننه

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x