افغانستان

د شهزاده سرای صرافانو د امنیتي ګواښونو په غبرګون کې دوکانونه تړلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): په کابل کې د شهزاده سرای صرافان د کابل – جلال آباد لویې لارې ته وروسته له هغه راوتلي چې د پنجشنبې په ورځ په سروبي ولسوالۍ کې یو تن صراف وتښتول شو او د خوشې کیدو په بدل کې ترې د ۱۱ لکه امریکايي ډالرو غوښتنه وشوه.

د شهزاده سرای صرافانو د یادې پېښې په غبرګون کې نن خپل دوکانونه تړلي او وايي چې په اختطاف تورن کسان باید د حکومت له لوري ونیول شي او له قانون سره سم چلند ورسره وشي.

صرافان زياتوي چې د سروبي ولسوالۍ پوليس د يادو پيسو په غلا کې لاس لري او قضيه بايد تر پايه تعقيب شي. خو د کابل امنيه قومنداني او د سروبي ولسوالۍ پوليسو لا د صرافانو د يادو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د شهزاده سرای له صرافانو يو تن چې د نامه له اخیستلو یې ډډه کوله رسنيو ته ويلي چې يو تن صراف چې غوښتل يې له کابل نه جلال آباد ته ځان ورسوي پر لويه لار د ناپېژانده کسانو له لوري اختطاف شوی.

ويل کيږي اختطافګرو د نيول شوي صراف د راخوشي کېدو لپاره د دوه نيم ميليون ډالرو غوښتنه کړې خو د نثار احمد په نوم يو تن صراف بيا وايي چې له اختطاف شوي حاجي لاهور څخه اختطاف کوونکو د ۱۱ لکه ډالرو غوښتنه کړې.

د کابل شهزاده سرای د هيواد د اسعارو د راکړې ورکړې یو له هغه لويو بازارونو څخه شمېرل کيږي چې هره ورځ په کې زرګونه کسان اسعار تبادله کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x