نظــر

د امریکا بلبلی (ملالی) ته د نوبل جایزه

بسم الله الرحمن الرحیم
 نن سهار می فیس بوک کی د ګلمکی یوسفزی ( د امریکا ملالی ) په هکله د بزګر صاحب تبصره لوستله بزګر صاحب په ډیری ویاړنی سره  لیکی (چه سږکال د نوبل  د  جایزی د تر لاسه کولو  د پاره زمونږ یوه ویاړلی  پښتنه معصومه او ماشومه خور ملاله  یوسفزی د نوماندانو په سر کی قرار لری  ، کیدی شی دا ځل د نوبل جایزه ملالی ته ورکړی شی او دا علان به دجمعی په ورځ  کیږی یعنی هلیبروک ملاله دومره نیکمرغی لری چه اعلان یی د جمعی دمبارکی ورځی سره سمون لری . .

 زمونږ بل مسلمان  ورور، افغان صاحب  بیا لیکی ، د حیرانتیا وړ ،  استعمار خو زمونږ نور ټول ماشومان په ټوله لره او بره پشتونخوا کی په ډیر وحشت سره  وژنی تر دی چه له وژلو وروسته  ورباندی تیزاب  شیندی سوی سکاره تری جوړوی او قاتلینو ته یی برات او مکافات ورکوی د نورو لویانو سیاه سرو او سپینږیرو خو به څه نه وایو ، مګر بله خوا استعمار دومره مهربانه شی  چه   ۱۴ کلنی معصومی ماشومی  ګلمکی ته  په درملنو او ستایلو سربیره  د نوبل لویه او مشهوره جایزه یا دجالی جنت  ورکوی او قاتلانو څخه یی د غچ اخستلو د پاره یی په ټوله پشتونخوا د لوی جنګ اعلان او امادګی ښودل کیږی،  د ټولی ارويا او امریکا  د فحشاوو ، عیاشیو او تفریحی ځایونو کی د هالیووډ دځلاندو  ستورو په واسطه  ورته د فحشا او عیاشیو روزنه او پالنه او اوس  د نوبل مشهوره او ویاړلی جایزه  ورکوی ؟

 مونږ د افغان صاحب د حیرانتیا د لیری کولو  اومسلمانو افغانانو ته  د موضع داهمیت  ښودلو له مخی خپلی زړه خوالی  د خپلو مسلمانو افغانانو ورونو سره په لاندی ډول شریکوو بی ګټی  به نه وی:

 ورونو، نن صبا نړیوال استعمار په دومره وحشت کی ننوتی چه له ډیره کبره نه ځان وینی او نه نور وینی څیرونکی حیوانات یی زیری کی هم نه شمیرل کیږی  په ټول مظلوم بشریت ، اسلامی نړی ، زمونږ د ګران هیواد په ځانګړی ډول  په ټوله لره او بره  پشتونخوا کی زمونږ تنکی ،  بیګناه او بی دفاع ماشومان ، زنانه ، لویان  ځوانان او حتی حیوانات په ډیر غرور او اګاهانه  وژنی او د بین المللی اوانسانی معیارونو ځلاف شکنجی ورکوی ، که ژوندی یی پریدی هغه هم په مرګ شمیرل کیږے  زمونږ د خټو او ګټو د غریبی ټاټوبی یی په کنډوالو بدل کړل ،  مګر د ماشومی او معصومی ګلمکی او د هغی د  کورنی سره څومره مهربانه دی ؟

 د وژنی پیښه یی هم لکه د سپټمبر د یوولسمی پیښی په شان مرموزه او معمی چه  د پولیسو د تهاڼی خواته پیښیږی لکه د سپټمبر د۱۱  پیښی په شان پولیس او نظامیان څوک د واقعی ځای ته نزدی  نه پریږدی تر څو د پیښی اصلی بڼه  عوامو ته افشا نه شی ،  بیا ددی سره دوه نوری جنکی هم لګیدلی  څوک یی په قیصه کی نه دی ( مګر هغوی مظلومی نه دی )  حتی نومونه یی هم څوک نه پيژنی  ډیر ژرنظامی الوتکو کی داسلام اباد فوڅی روغتون ته او له هغه ځایه د اماراتو په ځانګړی او نازولی الوتکی کی د نړیوال استعمار مرکز ( لندن) ته د ځانګړی درملنی او پالنی د پاره په شاهانه استقبال وړل کیږی له درملنی وروسته هغی ته د تعلیم په نوم  فنډ بیرته کیږی او بالاخره  هغی ته د نوبل لویه جایزه ورکوی ګلمکی ته یو ناڅاپه د زمکی ټولی  خزانی  وازیږی.

    مسلمانانو ورونو او خویندو ، دا د پلورل شوی  د هلیبروک بلبلی او دهغی د کورنی سره دنړیوال استعمار خواخوږی نه بلکه د هغو د  شیطانی  پلانونو یوه برخه وه چه د پشتنو په یو غیرتی او مجاهد قوم کی یوه نوی ملحده ایزمی  بینظیره رامنځته کړی زمونږ نورو بی ځانه او بی ایمانه  ایزمیانو ته په میدیا کی دهغی د مشهورولو دستور ورکوی ، تر څو د  هلیبروک بد اصلی بلبلی  ته ،  زمونږ د قهرمانی مجاهدی خور ( د میوند ملالی  ) نوم ورکوی  کومه چه میوند کی دانګریزانو سره په مقابل جنګ کی شهیده شوه  مګر دا بیا لکه سرچپه ملالی ده د غازیانو له خوا ویشتل کیږی او دانګریزانو په واسطه نه یواځی له مرګه ژغورل کیږی بلکه هر ډول طبی او مالی مرستی ورسره کیږی چه نن صبا میلونره او بیلونره ده  د پشتنود غلامولو په جنګ کی د انګریزانو په اړخ کی  ولاړه او مبارزه کوی  د رسنیو چلونکو ته د ګلمکیود مشهوره ولو د پاره بی شمیره معاشونه ورکول کیږی چه  د امریکا ملاله په ډير ښه رنګ او روغن کی   د نوبل  جایزی ( دجالی جنت )  ګټونکی  معرفی او اعلان کړی

    دا چه د ګلمکی مور چه ښه ښکلا لری د هلیبروک  سره ( چه د پاکستان او افغانستان د پاره ځانګړی نماینده وو) د اسپند یار په واسطه د جاسوسی اړیکی درلودلی مور یی بیا  له ګل مکی ( ملالی )  څخه د پشتنو بییظیره جوړه کړه چه د بشتنو پیغلو ته په عملی بڼه کی  د ایزمیت او ځان پلورلو  درس ورکړی او د افغانی او اسلامی فرهنګ څخه یی دیموکراسی او لویدیز فرهنګ ته واړوی  تر څو د اسلامی نظام پرځای د دیموکراسی شیطانی نظام پشتنو کی عملی بڼه غوره کړی.

    کله چه میندی خپل اولنی اسلامی او افغانی اصالت ، رسالت  ، مسولیت او ماهیت  د ګل مکیو په واسطه  له لاسه ورکړی نو راتلونکی نسل ډير په اسانی د دجالی ماسونیزم ښکار شی بیا نو د استعماری سیلاب مقابل کی کوچنی او لوی ډبری  مقاومت نه لری ، د استعمار پلانونه یوآځی ګلمکی په شان پیغلو ته نه بلکه ټولو هغو روشن فکرانو ته چه په میدیا او نورو مهمو ځایونو کی فعالیت  لری هم متوجه دی .

     انګریزی یا امریکایی ملالی ( ګل مکی ) د شهرت د پاره د افغانی رسنیو له خوا دغه پلورل شوی روشنفکران وسی او هڅی لری چه د هلیبروک بلبلی ( کومی ته چه د پشتنی ویل شرم ، عار او بی ننګی ده )  ته شهرت او درنښت ورکوی دا کار  د استعماری اوږد مهاله پلانونو د پاره ( چه د پښتنو غلامی ده ) بی شمیره اهمیت لری.

    تاسی به وګوری چه د ګلمکی د نوبل جایزی تر شا د افغانی ټولنی د پاره څه او څومره  ناولتیا پرته ده ؟ ګلمکی مکاری ته یی د ملالی نوم په دی ورکړی چه د میوند د قهرمانی ملالی ( افغانی ، مسلمانی او پشتنی ) خور څخه یی د خپلو بخوانو ماتو غچ اخستی وی او دهغی نوم سپک کړی چه په حقیقت کی د افغانی فرهنګ سپکوالی دی لکه د قومی تعصباتو ( نشنلستانو ) په واسطه چه د پخوانو مجاهدو رهبرانو او مشرانو دتصویرونو په ښودنو چه دهغه نومونه هم سپکوی چه په راتلونکی کی مونږ غیرتی افغانان خپلی تاریځی ویاړنی له لاسه ورکړو

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x