شعـــــرونه

د پيرمحمد کاراون نوی غزل

پيرمحمد کاروان

لکه ستوری په آسمان پسې خپه یم
په یوه شنه زرغون انسان پسې خپه یم

جانانه ؤ تر غچ غچ د توتکیو
عجیبه مې ؤ جانان پسې خپه یم

په ادا او په نازونو یې نزول ؤ
د غزلو په دیوان پسې خپه یم

د جلال او د جمال په جزیره کې
په ها باد وړي بادبان پسې خپه یم

چا لیدلي شنه ګلونه دنرګس دي ؟
د هماغو په باغوان پسې خپه یم

ها مهال وو دوه ګلپاڼې اوس غوږونه
د بلبلې په اذان پسې خپه یم

زه تور پوستی عسکر نه یمه افغان یم
رضیه نه بل سلطان پسې خپه یم

له خوشبو یې راته ډک توري لفظونه
زه په داسې یو ریحان پسې خپه یم

چې د زاڼو ساندې اورمه له لرې
پسې وُرمه باران پسې خپه یم

پټ په زړه کې پسې ژاړمه کاروانه
بیا دې راشي په ایمان پسې خپه یم

۱۱-اسد – ۱۳۹۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x