افغانستان

دفاع وزارت: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۲۱ منسوبین وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې نن ټکی اسیا ته هم را لیږلي ویلي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۲۱ تنه منسوبین وژل شوي او نیژدې سل تنه وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

د خبرپاڼي سره سم د ملي اردو ځواکونو په ننګرهار، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، روزګان، زابل، فراه، جوزجان، کندز، بدخشان او هلمند کې عملیات تر سره کړه، چې په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوازي په هلمند ولایت کې ۴۹ تنه مخالفین ووژل شول او ۱۴ تنه یې نور ټپيان شول.

باید وویل شي چې تیره شپه ویل کیده چې طالبان د نادعلي ولسوالۍ له لاري د لښکرګاه ښار تر لس کیلومترۍ پوري رسیدلي ول او د ملي اردو زیات شمېر عسکر لادرکه شوي چې طالبان وايي دوی ته تسلیم شوي دي.

د طالبان واندی قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ مرکز ته نیژدې ۳۷ تنه عسکر او پولیس له خپلو وسلو سره دوی ته تسلیم شوي دي.

د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزي شورا مشر محمد نبي الفت رسنیو ته ویلي چې د ملي اردو او پولیسو د ۶۰ څخه تر ۷۰ پوري سرتیري لادرکه شوي دي.
نوموړي ویلي وه چې د تیري شپې په جګړه کې ۱۵ سرتیري وژل شوي او ۲۰ کسه نور ټپيان دي.

د هلمند د ایمرجنسي روغتون چارواکو ویلي چې تیره شپه د نادعلی ولسوالۍ څخه دوی ته ۴۶ تنه امنیتي ځواکونو ټپيان ورسیدل چې د هغوی څخه یې ۳ تنو ساه ورکړه.

باید وویل شي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې طالبانو هم د ملي اردو د ډیرو عسکرو وژل کېدو خبر ورکړی چې دفاع وزارت یې ردوي او خپل لاسته راوړني ډیري ښيي.

طالبان او دفاع وزارت یو بل ته د درندو تلفاتو اړولو تر څنګ د یو بل خبرپاڼي ردوي، خپل قربانیان کم ښيي خو بلمقابل د خپل مخالف لوري تلفاتو په ښودلو کې د مبالغې څخه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x