په ټولنه کې دښو اخلاقو ارزښت

              
څنګه چې اسلام یو ټولنیز او په هر اړخیزو حکمونو باندې ولاړ دین دی ځکه يې نو خپلو منونکو ته د نورو اوامرو تر څنګ په ټولنه کې د اوسېدلو لپاره هم بشپړې لارښوونې او حکمونه ورکړي دي . پالونکې څښتن په قرآنکریم کې د
وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[i] په تورو سره مسلمانانو ته د ژوند ژواک پر مهال له هرچا سره دښو خویونو د خپلولو او په وانذر عشیرتک الاقربین (شعرا۲۱۴) تورو سره يي نوموړو خویونو ته د ټولنې د نورو افرادو د رابللو لارښوونه کړي ده .او دلَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ په تورو سره يي نېکو کارو ته د بریالیتوب زیری ورکړ .اخلاق۱


اسلام او خپل منځي اړيکي:

اسلام خلک له یوه اوبل سره د اړیکو په ټينګولو کې خپل سرې نه دي پریښي بلکې اړیستلي يې دي په هغه څه چې شریعت ورته ښه ویلي ښه ، او هغه چې شریعت ورته بد ویلي بد وګڼي . که څه هم دغه ښه او بد ویل به کله نا کله د دوي د عقلي غوښتنو خلاف هم وي .

اخلاق په اسلام کې دانسانانو لخوا د خدای جل جلاله دخوښئ په موخه هغو ټولیزو او بنسټیزو کړو وړو ته ویل کیږې چې د انساني ژوند لپاره یې د وحی له لوري پولي ټاکل کیږي، ترڅو په ټولنه کې د وګړو تر منځ پلې او داسلام اخلاقي تګلاره له نورو لارو څخه داسي را جلا او ممتازه کړي چې د سړي به دا یقین وي چې په ټولنه کې ښه کړه وړه نه یواځې دا چې یوه الهي غوښتنه ده، بلکې په خپل ځان ،کورنئ ،ملګرو او ټولني کې دنوموړو اخلاقو دپلې کولو لپاره انسان هڅول شوی هم دی .

ښه اخلاق يعنې څه؟

اوس پوښتنه داده چې ښه اخلاق څه شی دی ؟

ځواب یې څرګند دی هغه دا چې دښو اخلاقو او نېکو خویونو سرچینه قرآنکریم او نبوي سنت دي ځکه نو موږ دښو اخلاقو دپېژندګلوي لپاره له هغو څخه د نمونې په توګه یو څو مثالونه را اخلو .
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلې : فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحًا وَلاَ يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا [ii]
ژباړه : هغه څوک چې په (آخرت ) کې د الله تعالی د ملاقات هیله لري نو نېک عمل دي وکړي او له خدای جل جلاله سره دي په عبادت کې هېڅوک هم نه ګډوي .

له دې آیت شریف څخه په ډاګه شوه چې ښه خویونه د آخرت په ورځ د خدای جل جلاله د زيارت او له هغه سره د خبرو اترو دنېکمرغۍ لامل ګرځې‎. ځکه نو مسلمانان بايد چې د دغې نيکمرغۍ د لاسته راوړو لپاره تل د لوی خدای جل جلاله د احکامو پابندي او په ټولنه کې د ښو اخلاقو له لارې دخلکوتر منځ داخلاقي ارزښتونو د ټينګولو ګړندئ هڅې وکړي.
څنګه چې د خدای جل جلاله د بنده په صفت هرڅوک غواړي چې تر بل هر چا له خپل پالونکې سره ډېر وویني او خوښي يې تر لاسه کړي ، نو له همدې امله مسلمانانو ته پکار ده چې په نړئ کې د ښو خویونو په کولو کې له یوه اوبل سره مسابقه وکړي تر څو يې په آخیرت کې تر هرچا ډېر الهي دیدار په برخه، او له خپل پالونکې جل جلاله سره د ډېري هم کلامي شرف تر لاسه کړي .
مسلمانانو ته د نبوي اخلاقو د خپلولو د ارزښت په موخه لوی خدای جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پدې تورو خطاب کړی:
ووَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ.[iii]
ژباړه :بې شکه ته د لوړو اخلاقو څښتن یې .

له دې الهي خطاب څخه څرګندیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ذات او دهغه ټول کړه وړه او ویناوې پخپله د نېکو اخلاقو یوه بیلګه ده. ځکه نو موږ مسلمانانو ته دا اړینه ده چې پخپل ژوند کې نبوي سنت په سر او سترګو ومنو او دخپلو تیارو لارو د رڼا لپاره يې ډېوه وګرځوو .
لوی خدای جل جلاله يو بل ځای مسلمانانو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم ويناوي او اعمال د يوې اُسوې يا د لارې د مشال په بڼه تعبيروي او د قرآنکريم د معجزانه اُسلوب له لارې موږ تشويقوي چې همدغه لوړ انساني اخلاق خپل کړو او په خپلو ويناؤ او اعمالو کې ځانونه د الله جل جلاله د نازولي استازي صلی الله عليه وسلم انځور وګرځوو.
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ[iv]

ژباړه: بې شکه چې ستاسې لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ويناؤ او کړو وړو کې د حسنه اخلاقو يوه غوره بيلګه شته.
‎‎‎‎‎‎
ښه خویونه یا مکارم الاخلاق د اسلام د ټولنيز نظام د بنسټ ډبره ګڼل کيږي ، بلکې که ووایو چې دین پخپله یو ښه خوی دی ،ځکه خو هم ټول رسولان په ټولنه کې د ښو خویونو د پلې کولو ، اوله اخلاقې پلوه یوه شړیدلي ټولنه دښو اخلاقو په ستنو د درولو په موخه لېږل شوي وو. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي :انما بعثت لِاُتَمِّمَ مَکارم الاخلاق [v]
ژباړه : زه دښو خویونو د بشپړتيا په موخه بشريت ته را لېږل شوی یم .   نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل رسالت موخه همدا ښه خویونه او نېک کړه بللي تر څو يې په ټولنه کې رواج او هغه کږه ، ورانه ویجاړه او له کرکې ،کینې ،دښمنئ، فسق اوفساده ډکه ټولنه دخپلو نېکو اخلاقو او ښه سیرة پر مټ ښېرازه او له نوي سره په پښو ودروي .
همدا لامل وو چې چا به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: ای المومنین افضل ایمانا؟ د ایمان له پلوه کوم مسلمانان غوره دي ؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته په ځواب کې وفرمایل :احسنهم اخلاقا

هغه کسان چې له اخلاقي پلوه ښه وي .[vi]
همداراز به رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : الب
ِر حسن الخلق .ښېګڼه ښه اخلاق دي [vii] .
(بِـر ) د قرآني وینا له مخي هغو عباداتو ته ویل کیږې چې په هغو کې انسان په خدای جل جلاله ، د آخرت په ورځ ، په ملایکو ، کتابونو او نبیانو باندې ایمان راوړي [viii]، خو د عربي لغت له مخي بیا د بِر توری هغه اخلاقي کړنه ده چې د خیر ښېګڼي ټولو ډولونو ته ور ګډه ده .

د ايمان او اخلاقو تړاو:

له دې څخه څرګنده شوه چې که له یوې خوا ایمان او اخلاق سره تړلي ، نو له بله لوري بیا اخلاق او عبادات هم تر خپل منځ کلکه اړیکه سره لري . هغه داسي چې عبادت د الهي فرايضو او تکاليفو د اداء کولو هغې لارې چارې ته ويل کیږي چې الله تعالی له ځانګړي ډول او کیفيت سره پر موږ فرض کړی دی. او اخلاق بیا په ټولنه کې د اوسېدو ،معاملاتو ،له چا سره د کار کولو ،او مخامخ کېدا پر مهال دشرعي احکامو پرځای کولو ته وايې .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې :لا ی
ؤمن احدكم حتی یکون هواه تبعا لما جئت به .[ix]
ژباړه: ترڅو چې مو خپلي غوښتنې دقرآن او سنت تابع نه وي ګرځولې تر هغو به مو ایمان بشپړ نه شي .ځکه خو هم شریعت انسان د نعمت د لرلو پر مهال عاجزۍ ، دغوسې پر مهال زغم ، د غم اومصیبت پر مهال صبر ، د نورو له لوري د تیرې پر مهال حوصلې،او له کرکې ، کینې ،لويې ،ریاکاري او نورو ناوړو خویونو څخه ځان ژغورني ته رابللی .
دخوند خبره خو لا دا ده چې اسلام نه یواځې د مسلمانانو تر منځ ، بلکې له کفارو سره هم د ښو خویونو د ترسره کولو ته انسان رابولې .

څنګه چې ښه خویونه زموږ دمذهب استازيتوب کوي ځکه نو اسلام دا غواړي چې مسلمانان دي تل په هر ځای ،هر مهال او له هرچاسره په ښو اخلاقو سمبال وي اوښه خویونه دي په ده کې داسې اغږل شوي او نه بېلېدونکې وي چې هغه يې بیخي یو دوهم فطرت یا طبیعت ګرځېدلی وي لکه په اړه چې يې الله تعالی په قرآنکریم کې فرمايې: فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ.[x]
ژباړه : دالله تعالی فطرت(پیدایښت ) هغه دی چې خلک يې پرې پیدا کړي دي ( د ښو اخلاقو او نرم چلن په درلودلو سره) ، نشته له سره بدلون پیدایښت (دخدای ) لره .

نو که یو څوک له اخلاقي پلوه ځان په پورتني قرآني آیت باندې برابر کړي هغه به بیا د لاندي حدیث شریف مصداق وګرځي په کوم کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې :

ان احَبِّکم اليََََََََّ واقربکم مني یوم القیامة احسنکم اخلاقا .
ژباړه :بې شکه دقیامت په ورځ به زما په مجل
سکې ماته تر ټولو نژدې او ګران هغه څوک وي چې (په نړئ کې ) د ښو اخلاقو څښتن وي .[xi]
جوته شوه چې ښه اخلاق نه یواځې داچې په نړئ کې مونږ ته په ټولنه کې عزت رابښي بلکې د آخرت د نېکمرغي لامل مو هم ګرځې . دقیا
مت په سخته ورځ چې څوک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نژدې او محبوب يې وګرځې نو هغه نور له خدایه څه غواړي؟
د ښو او بدو خویونو د ټولیز بنسټ په توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي :الب
ِر حسن الخلق والاثم ما حاک فی صدرک وکرهت ان یطلع علیه الناس.
ژباړه : ښېګڼه ښه خوی دی ، او ګناه بیا داده چې ستا په زړه کې داسې څه در تېر شي چې ته په هغه باندې خلک خبرول نه غواړې .

سبحان الله ! د ښو او بدو اخلاقو د پېژندلو لپاره دا حدیث شریف یو بنسټ دی ، کله چې کوم کار کول وغواړئ نو فکر پرې وکړئ چې که مو پدې کار خلک خبر شي نو ایا تاسي ته به ښه وايې که بد ؟ که مو نه غوښتل چې خلک پرې خبرشي نو پوه شئ چې دا کار ناوړه دی ځکه نو ترې تېر شئ . او که مو دا غوښتل چې خلک دي پرې خبر شي نو بیا دا کار ګناه نه ده . موږ بايد په خپل ژوند کې همدا اصل په پام کې ونیسو اوخپلې ورځنئ چارې مو د همدغه اصل له مخې مخ پر وړاندي بوزو.

الله تعالی دي مونږ ټولو ته له هرچا سره د نېک چلن او ښو اخلاقو د تر سره کولو توفیق راکړي . آمین .
پــــــای



سورة الحج، آيت،۷۷

سورة الکهف ۱۱۰آیت .

القلم ۴آیت .

سورة الاحزاب، آيت ۲۱

.رواه احمد فی مسنده

رواه الطبراني في الاوسط.

(مسلم )

(البقرة)

ابن ابي عاصم .

الروم ۳۰آیت .

ترمذي شریف .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د