افغانستان

افغان مهاجرینو ته امر شوی چې د یوې اونۍ دننه کډې بار کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان قبایلي سیمې کرمې ایجنسۍ مسوولینو افغان مهاجرینو ته امر کړی چې په یوه اونۍ کې دننه خپلې کډې بار او سیمه پريږدي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي چې د کرمې ایجنسۍ مسوولینو د دغې سیمې پرېښودلو لپاره افغان مهاجرینو ته د یوې اونۍ کم وخت ورکړی او په څنګ کې یې ورته ګواښ کړی چې که کډې بار نه کړي، پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي.

په کرمه ایجنسۍ کې پراته افغان مهاجرین د پاکستاني چارواکو د یاد اقدام څخه خوښ نه بريښي او له حکومته يې غوښتي چې دغه موده وغځوي.

شیرحسین په نوم یو افغان مهاجر ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې په دومره کمه موده کې د پېښور څخه اسلام اباد ته کډه وړل هم امکان نه لري نو څنګه حکومت له دوی غواړي چې په یوه اونۍ کې هر څه له سیمې وباسي.

«موږ ته لږ نور وخت راکړئ، څو موږ خپل هر څه سره راټول کړو او بیا په عزت سره بېرته ستانه شو».

د کرمې ایجنسۍ مسوولینو ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې د افغان مهاجرینو د ځمکو او کرایه شوو کورونو په اړه دوی سروې پیل کړې او تر سروې وروسته به دغه افغان مهاجرین بېرته ولېږل شي.

یاده ورځپاڼه زیاتوي چې د کرمې ایجنسۍ سربېره په شبقدر سیمه کې هم سیمه ییزو چارواکو افغان مهاجرینو ته امر کړی چې سیمه پریږدي که نه پر وړاندې به یې جدي اقدام وشي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې افغان مهاجرینو خیبر او مومند ایجنسیو څخه ویستل شوي او افغانستان ته جبرا لېږل شوي دي.

د مهاجرینو اجباري لېږل د قوانینو خلاف عمل بلل کیږي او په دې اړه د ملګرو ملتونو ادارې پخوا هم خبرداری ورکړی و چې هره سیمه کې افغان مهاجرین اجباري ویستل کیږي باید دوی ته خبر ورکړل شي څو پر وړاندې يې دوی اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x