نظــر

افغانستان په انساني قاچاقو کې هم دوهم مقام تر لاسه کړ

معین احمد (خروټی)

وروسته تر دې چې هیواد مو د ملي یووالي حکومت تر سیورې لاندې په اداري فساد، نا امنۍ ، د نشه يي توکو په تولید او د بشري حقونونو په تر پښو لاندې کولو کې لومړی مقام ګټلی د انسانانو په قاچاق کې یې هم د نړۍ په کچه دوهم مقام تر لاسه کړ.

د احمد شبیر په نوم د مرستې او چټک پرمختګ مؤسسې یوه چارواکي چې د جولای د میاشتې په ۳۰ له انساني قاچاقو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په کابل کې خبرې کولې وویل چې افغانستان له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۹ م کال پوري د نړۍ په کچه په انساني قاچاقو کې دوهم مقام درلود.

د نوموړي په وینا سره له دې چې مونږ په دې هیله وو چې افغانستان د انساني قاچاقو په مخنیوي کې پرمختګ وکړي خو له بده مرغه چې د وروستیو احصائیو له مخې افغانستان په ۲۰۱۶ کې بیاهم دوهم مقام ترلاسه کړ.

د تیر کال په اوږدو کې په سلګونو زره افغانان په هیواد کې د شته نا امنۍ، جګړو او بیکارۍ له وجې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په تیره اروپا ته مخه كړه چې د هغوی په منځ کې یو زیات شمیر ښځې او تنکي ځوانان هم ول.

د دغو کډوالو په منځ کې د هغوي فقر ناداري او د پوهې د کچې ټیټوالی د دې لامل ګرځي چې هغوی د انساني قاچاق کوونکو په لاس کې ولویږي او هغوی تري په نامشروعو کارونو کې کار واخلي.

په انساني قاچاق کې د افغانستان په دوهمه درجه کې راتلل ډیره خطرناکه درجه ده چې د قاچاق شویو افغانانو پر ژوند ډیرې بدې پایلې لري.

د ملي یووالي حکومت لکه چې د اداري فساد، مخدره موادو نا امني ، بیکاري او د قانوني تخلفاتو په مخنیوی کې ناتوان دی د انساني قاچاقو په مخنیوي کې هم همداسې بيوسه او بيواكه پاتي دی.

همدا لامل دی چې له هیواده د کډوالو افغانانو په شمیر کې ورځ په ورځ زیاتوالی راځي او د وروستیو هغو ارقامو په اساس چې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزارت له لوري وړاندې شوي په تیر ۲۰۱۵ کې دوه لکه پنځوس زره افغانان او د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۴۰۰۰۰ هیواد وال په هیواد کې د شته ناخوالو له وجې د هیواد پریښودو ته اړیستل شوي .

د ملي یووالي حکومت د دې لپاره چې د هیواد والو د مهاجرت مخه ونیسي ، دهغوی د امنیت او کار پیدا کولو لپاره کار وکړي لا د هیواد په ځینو سیمو کې د ولسي خلګو په خلاف پوځي عملیات ترسره کوي او هغوی د دولت د مخالفینو په نوم ځوروي او د خپلو کلیو او کورونو پریښودو ته یې مجبوروي .

د هغه رپوټ په اساس چې په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له لوري نشر شوې، ویل شوي چې د جنبش ملي ملیشه د جنرال دوستم اړوند ځواکونو د روان کال د جون میاشتي په وروستیو ورځو کې د هیواد په شمال په تیره فاریاب ولايت كې د عملیاتو په مهال ۱۳ تنه ملکي وګړي مړه او ۳۲ نور ټپیان كړي.

که څه هم چې د ملګرو ملتونو په یاد رپوټ کې د دوستمي ملیشو له لوري یواځې په فاریاب کې د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې د یوې پيښي یادونه شوې ، خو حقیقت دادی چې یادو ملیشو د فاریاب په شمول د شمال په نورو ولایتونو سرپل، جوزجان او سنمګان کې هم د ولسي خلګو په خلاف عملیات تر سره کړي چې له امله په زرګونه خلګ متضرر او له خپلو کلیو څخه اجباري مهاجرت ته اړیستل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x