په افغانستان کې د امریکا دفاعي سیستم نصبول د څه لپاره ؟

نن ټکی اسيا سر لیکنه :

وروسته تردې چې امریکايي ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د میشتو امریکايي پوځیانو په پوځي صلاحیتونو کې زیاتوالی راوست اوس دا ځواکونه لګیادي په افغانستان کې د پرمختللي دفاعي سیستم پر نصبولو کار كوي.

د رسنیو د وروستیو رپوټونو په اساس امریکايي ځواکونه غواړي د پروان ولایت په کوه ساپي ولسوالۍ کې دفاعي سیستم (missile defense) فعال او د دې کار لپاره يې مخکي ترمخکي له یوه افغان خصوصي شرکت سره له یادې سیمې څخه د ماینونو د پاکولو په غرض د ۵۰ ملیونه ډالرو په بیه یو تړون لاسلیک کړی.

امریکایان په داسې حال کې په افغانستان کې د دفاعي سیستم په نصبولو اقدام کوي چې افغانستان په هیڅ صورت په خپلې خاورې کې د یاد سیسټم نصبولو ته اړتیا نه لري.

د افغانستان د چارو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د امریکایانو لخوا د افغانستان په داخل کې د دفاعي سیستم نصبول یواځې د امریکایانو د استراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو په غرض تر سره کیږي او د افغانستان په امن اوثبات پوري هیڅ تړاو نه لري. featured-missile-defense

ځکه دا د فاعي سیستم (missile defense) یواځې د لیري واټن ویشتونکو باليستي توغندویو د شنډولو په غرض عیار شوی چې په افغانستان کې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د یادو توغندیو د شتون هیڅ امکان نشته دی چې امریکایان دې دهغوی د شندولو لپاره دلته د دفاعي سیستم نصبولو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د (missile defense) له نصبولو څخه داسې ښکاري چې امریکایان غواړي دلته د ډير وخت لپاره خپل پوځي شتون دائم وساتي او لکه په ختیځې اروپاکې چې یې د روسانو په مقابل کې دفاعي سیستم فعاله کړی په افغانستان کې هم غواړي د مسکو، بیجنګ او خپلو نورو اقلیمي سیالانو د پوځي مقابلې لپاره دغه ډول پوځي پرمختللي دفاعي سیستم فعال کړي.

په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د دفاعي سیستم نصبول په دې هیواد کې د واشنګټن او د هغه د منطقوي حریفانو ترمنځ یوې اوږدې نیابتي جګړې ته زمینه سازي کول دي.

كوم تړون چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په دوهمه ورځ لاسلیک شو په هغه کې هم په افغانستان کې د واشنګټن لخوا د دفاعي سیسټم نصبولو په اړه هیڅ تذکر نه دي شوې .

په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د دفاعي سیستم په نصبولو سره ټولې هغه وړاندوینې ریښتیا کیږي چې د دې تړون د مخالفینو لخوا هغه مهال وړاندې کیدلې کومې چې له مخې یې یاد تړون په سیمه کې د امریکايي اشغال د دوامداره کیدو وسیله ګڼله.

دا چې امریکایان په افغانستان کې د خپلو استراتیژیکو مو خو د ترلاسه کولو لپاره نیابتې جګړې ته لاره پرانیزې او د افغانانو امن او ثبات له دائمې خطر سره مخ کوي افغانانو ته په کار دي چې د امریکایانو د دغه ډول سازشي اقدااتو مخنیوی وکړي او په خپل ټول توان سره د واشنګټن او د هغوي د ملا تړو د دغه ډول کړنو په ټینګه مقابله وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د