نظــر

غم مه کوئ زما حافظه ډیره قوي ده!

1380258 214238275418606 2026558807 nدادی ، موږ له دولسو کلونو وروسته په اصطلاح ددیموکرا سي یوه بل پړاو ته ورننوزواوددیموکراسي دیوې نوې ډرامې ننداره کوو، داځل په یوه او نۍ کي ماشاءلله دري درزنو نوماندانو په ډیر دردمندانه !!اوجرآتمندانه ډول سره دولس مشري لپاره ټټر ډبولی دی ،هریوځان دملی اواسلامي ارزښتونو ساتونکی اودهیواد آبادي اوپرمختګ په خپل زعامت کي ښیي

،دوی رایه غواړي اووایي بې غمه اوسئ خدمت موږته پرې ږدئ ، خو کله چي سړی دې اوږد لیست ته ګوري ،نو حیران شي چي داخویاهغه ددوو لسیزو ازمویل شوي قاتلان دي ،چي اوس يی لا هم زموږ دهیواو والو په وینو لاسونه سره دي ،اویا هغه معلوم الحاله پرشا ټپول شوي اجيران دي چي له امریکایي چورلکو پیاده شوي اوپه وازه خوله دبل په غلامۍ فخر کوي ،زموږ حیرا نتیاهغه وخت لا په ډیر تعجب بدله شي چي په لیست کي د دوستم ،ګل اغا شيرزي ،ډاکټر عبدالله دناټو مفتي سیاف …او داسي نورونومونه ووينو،په لیست کې دوستم چې زده کړي یې پخپله دده په ویناترشپږمه صنفه کړي دی داشرف غني احمدزي چې ځان خورالوی مفکر ګڼي،لومړی مرستیال تعین شوی دی ، نو موږ له نړیوال اکاډیمیک پوه!! اشرف غني احمدزي څخه پوښتنه کوو تاسو چي په افغانا نو کي یو علمی حیثت هم درلود ،تاسو ولي دادزرګونو افغانانو قاتل،له عقله خلاص اوسر ټمبه چې وژل شوي امريکایان او دهغوئ ملګري، شهیدان ګڼي ،دځان لپاره دمرستیال په ډول غوره کړ، ایاتاسې دمرستیالۍلپاره له دي خونخوار پرته په دې ټول هیوادکې بل غوره څوک پيدا نه کړ؟

هوکي دوکتوراحمد زی! رښتیاستاسو خو حا فظه هم ډیره قوي وه تا به ولي دافغانستان په زعامت داسي ملنډي وهلې ،دحا فظي ترقوته پوري یوه خبره رایاده شوه ،په یوه بانډارکي دبګرام له زندانه راخلاص شوي یوه طالب کیسه کوله ،وایې موږ دباګرام په زندان کي وو،چي احمد زي دیوه پلاوي په مشري دزندانیانو دحال اخیستلو په موخه زندان ته راغی ،نو کله چي زندانیان په ډیر بد حالت کي ؤ ښاغلی تریوه حده پريشانه شو موږ ته يي وویل چي زه دکرزي او دولت دیوه خاص اوبا صلاحیته استازي په صفت تاسوته راغلی یم ،که تاسو خپل وړانديزونه ولیکئ ،نوزه به داټول په امانت دارۍ سره کرزي اونور چار واکوته ورسوم ،ځکه زه نور په خپل هیواد کي دافغانانو دومره مظلومیت نشم منلی طالب وايې ،چي موږ ډیر خوشاله شووچي نورنو دادی یولوړرتبه مامورموغمخور پیداشو،موږ هم سم دستي دخپلو غوښتنواوستونزو یولیک دکرزي اواړوندو ادارو په نامه وليکه ،خو چي کله موږ دالیک احمدزي ته ورکړ په دې وخت کي یوه عادي امریکا يی ساتونکي ،په ډیر بېباکانه ډول سره داحمدزي بیچاره له لاسه هغه لیک کش کړ چي موږ ورکړی ؤ،زموږ او دځواکمن!! پلاوي په مخکي يې داسي څيري کړ لکه یو فلمي چي اکټ کوي ،ساتونکي امریکايي په خوار حاکمانه انداز وویل چي تا سو یوازي اویوزي دلیدلو حق لرئ ،نه دپیغام رسولو دلته نوهغه دچا خبره باصلاحیته استازو!!!ته ځمکې لار نه ورکوله چي په کومه سوړه ننوزي ،موږ ډیر ناهيلي اودوی ډیر وشرميدل ،خو کله چي احمد زي ،شيبه وروسته خپل ځان را قا بو کړ، نو موږ ته يي وویل چی تاسو غم مه کوئ زما حافظه ډیره قوي ده ،زه به ولسمشر! ته ستاسو ټولي غوښتني په شفاهي ډول ورسوم موږ ښاغلي ! احمدزي ته وایو چي دمرستیال په ډول ددوستم ټاکنه کیدلای شی ستااکډیمکه پوهه!!اوقوي حا فظه !!!تر سوال لا ندي راولي هوکي !دپنځه زرن تاریخ درلودونکي ویاړلي افغانستان اجیرو چارواکو!

تاسو که یوه طرفته دغلامۍپه خپلولو اودپردي شاته په پټو معاملوسره نړيوال ریکاډ جوړ کړیدی ،نو بل طرفته مو هغه دیموکراسي هم ښه په خرپ وشرموله چې عقیده موورته درلوه ،که تاسو په دې اند یاست چي ګڼي ښه بي ژبې او پټ سترګی ملت په لاس درغلی دی وبه یې زبېښو ،په بیلا بیلو نومونو فکرونو اوقومونوبه یې سره جلا کړو ترڅو اوبه خړي او کبان پکې ونیسو،اودې هدف ته خو ځکه رسېدونکي یوچې هریو خپل ضمیر خرڅونکي لیکوالان لرو هغوی به زموږ هره غوښتنه په ډيرو خوږو جملو سره ساده لوحو افغانانو ته وړاندي کړي،هره ناروابه مو روا او هري ظالمانه کړني ته به بي شمیره مجوزات ولټوي ،نوهيڅکه هم داسي اټکل مه کوئ ځکه حافظې مو ولس ته معلومي شوي چې ورستې دي ،داولس ستاسي دکړنوژوندی شاهد دی هغه نه تاسوته دمفکرینو په سترګه ګوري اونه موهري بابولالي ته غوږ نیسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x