افغانستان

هلمند : نادعلي کې لسګونه امنيتي ځواکونه لا درکه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل):وړمه شپه طالبانو د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته څېرمه په لس کيلومترۍ کې پرته د نادعلي ولسوالي او نژدې سيمي تر خپل بريدونو لاندي راوستلې ، جګړې لا د يادي ولسوالۍ پر نژدې سيمو جريان لري ، طالبانو ۲ لويي ( د نري پله او بيلرانو ) قرارګاوي ، ۲ (( د زرغون کلي او د بېلرانو د پله ماموريتونه )) ، ۱۰ پوستې او پراخه سيمه تر خپل کنټرول لاندي راوستلې.

حکومتي چارواکي په روانه جګړه کې د زياتو سرتيرو د مرګ ژوبلي تر څنګ د شاوخوا ۷۰ تنه نور د ورکېدو خبره هم تائيدوي.

د ولايتي شورا رئيس کريم اتل د ۳۹ سرتيرو خبره چې تېره شپه وسله والو طالبانو ته تسليم شوي مني.

امنيه قومندان اقانور کېنتوز مني چې ځيني سرتيري د طالبانو له لوري په سيمه کې کلابند او محاصره پاته دي او زياته يې کړه چې د ژوند او مرګ په اړه يې معلومات نه لرم خو طالبانو تېر ماښام په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو شپږ شپېته ((۶۶)) تنه عسکر او پوليس له سپکو او درنو وسلو ، مهماتو او موټرو سره ورته تسليم شوي.

د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزي شورا مشر محمد نبي الفت وايي په نادعلي کې اوس هم جګړه روانه ده او ډيري سيمي وسله والو طالبانو نيولي نوموړي زياته کړې چې تر دې دمه په جګړه کې ۱۵ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

امنيه قومندان اقانور وايي د نادعلي په جګړه کې تر اوسه دوه پوليس وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي همدا راز وايي په ياده جګړه کې ۶۰ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ټولنيزي شورا بل غړی وايي امنيتي سرتيري اوس مهال يوازي او يوازي د نادعلي ولسوالۍ د مرکزي ودانۍ ساتنه کوي .

د لښکرګاه ښار يو تن اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط نن ټکي آسيا ته وويل طالبان تېر ماښام د نادعلي ولسوالۍ مرکز ته يو کيلومتر نژدې شوي او د ولسوالۍ په ودانۍ بريدونه کوي.

د جګړې په روان جريان کې رسنۍ د وژل شويو امنيتي ځواکونو شمېر تر سل تنه ډېر ښيي.

ويل کيږي د نادعلي ولسوالۍ اتيا سلنه خاوره اوس د طالبانو تر واک لاندي ده.

د لښکرګاه ښار د ايمرجنسي روغتون يو تن ډاکټر وايي تر اوسه د افغان ځواکونو ۴۶ تنه ټپيان ورته راوړل شوي او د هغو له جملې دريو تنو يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x