افغانستان

نارت ګېټ هوټل: یو تن بریدګر د پېښې له ځایه روغ رمټ وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه په پلازمینه کابل کې د امریکايي ځواکونو په مېلمستون «نارت ګېټ» درنه چاودنه وشوه، تر چاودنې وروسته د سپکو او درنو وسلو جګړه ونښته چې تر ۷ ساعتونو پورې يې دوام وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په یاد امریکايي مرکز کې د ۴۰۰ په شاوخوا کې بهرنیان اوسیدل او له برید څخه هیڅ بهرنی کس ژوندی یا روغ نه دی پاتې شوی.

نوموړی وايي چې لومړي بریدګر د لارۍ بم په چاودنې سره میلمستون ته د ننوتلو لار خلاصه کړه او ۳ بریدګرو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه د میلمستون مرکزي برخې ته ځانونه ورسول.

خو ښاغلي مجاهد شېبه وړاندې خبر ورکړ چې له ۳ بریدګرو څخه یو تن د پېښې له ځایه روغ رمټ وتلی او تر خپلو ملګرو پورې يې ځان رسولی دی.

نوموړي په دې اړه نورې څرګندونې نه دي کړي خو په خپلې ټویټرپاڼه یې لیکلي چې نور جزیات به وروسته خپاره کړي.

د یادوني وړ ده چې نن د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي او د کابل امنیه قومندان عبد الرحمن رحیمي ترمینځ هم د بریدګرو د شمېر په اړه اختلاف موجود وه، صدیقي ویل چې بریدګر څلور دی، خو امنیه قومندان د بریدګرو شمېر ۳ باله.

دا لومړی ځل نه دی چې طالب بریدکوونکی له څو ساعته جګړې وروسته د سختو امنیتي تدابیرو له مینځه روغ رمټ راوځي او خوندي ځای ته ځان رسوي.

د تېرې اپریل میاشت په ۱۹مه د پلازمینې کابل په زړه کې د ملي امنیت په لسم ریاست د لارۍ بم خونړۍ چاودنه وشوه او ورپسې دوه تنه سرتیري بریدګر د ریاست ودانۍ ته ننوتل. د څو ساعته مقاومت وروسته یو تن بریدګر ووژل شو او دوهم یې روغ رمټ د ریاست له ودانۍ څخه په وتلو بریالی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x