افغانستان

«غزني کې ۷۰ طالبان وژل شوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې د دولتي عسکرو په دوه بېلابېلو ځمکني او هوايي عملیاتو کې ۷۰ طالبان وژل شوي دي.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل ویلي چې د ګیلان ولسوالۍ په کاریز نو سیمه کې د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیه قومندان د ادعا له مخې دولتي ځانګړو ځواکونو په کاریز نو سیمه کې د طالبانو په یوه روزنیز مرکز باندې هوايي برید وکړ چې د دغه روزنیز مرکز په شمول يې د هغوی ۳۵ موټر ویجاړ کړل.

امرخیل پر دې سربېره ویلي چې دولتي ځواکونه په اندړ ولسوالۍ کې يې هم ۲۰ طالبان وژلي او ۲۵ نور ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې چې دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.

بل لوري ته طالبانو ویلي چې په اندړ ولسوالۍ کې يې ۱۳ عسکر وژلي او ۲۰ نور ټپیان کړي دي. طالبانو د ګیلان ولسوالۍ د هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x