نړۍ

سوریه: د چورلکي غورځېدو په پيښه کې ۵ روسي عسکر وژل شوي – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د روسیې پنځه تنه عسکر د سوریې په ادلب ښار کې هغه وخت ووژل شول کله چې د دوی چورلکه د وسله‌والو مخالفینو له لوري وویشتل شوه.

د روسیې د ولسمشر ماڼۍ شېبه مخکې ومنله چې د چورلکي را نسکوریدو په پيښه کې ددوی پنځه تنه عسکر وژل شوي دي چې له منځه یې درې تنه پیلوټان او دوه تنه ضابطان وه.

تر دې وړاندې د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی و چې د دوی یوه چورلکه د ځمکي له لوري هغه مهال په نښه شوه کله چې یې په حلب ښار کې انساني کومکونه رسول او بیرته د حمیمیم په نامه هوايي ډګر ته پر لاره وه.

د تېر کال ۲۰۱۵ د سپتمبر میاشتي راهیسي تر اوسه د روسیې پنځه چورلکي، یوه جیټ جنګي الوتکه غورځېدلي او ۱۹ تنه عسکرو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لوري ته په زرګونو ملکي وګړي ددغه الوتکو په بمباریو کې وژل شوي دي.

د الجزیره تلویزون خبریال ویلي چې په را نسکوره شوې چورلکه کې یې دوه جسدونه ولیدل چې لا اوس هم اور باندي بل وو، درې نور جسدونه وسلوالو له ځانه سره نامعلومي لوري ته انتقال کړل.

نوموړي زیاته کړې چې د الوتکي د غورځېدو وروسته روسي الوتکو پر دغه سیمه درنده بمباري کړې.

https://www.youtube.com/watch?v=lHzWdPhqxzE

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x