ټايټانيك، لیکنه: محيب رحمتي

Titanic_1۱۵ اپريل د نړۍ، د تر ټولو لوى  سمندري بېړۍ ياد راپه زړه كوي، په كومه كې، چې تر پنځلس سوه څخه زيات خلك غرق سول او مړه سول، دا پېښه په تاريخ كې د ټايټانيك په نامه سره پېژندل كېږي،  په ۱۹۱۲ميلادي كال كې د دې پېښي له تېرېدو څخه اوس ۹۹ كاله اوړي، د اوقيانوس سمندر په تل كې تقريبا دوه ميله لاندي پرتې د بېړۍ ټوټې په پټه خوله د هغه داستان كيسه كوي .

ټايټانيك د خپل دور د سپرلۍ تر ټولو لويه سمندري بېړۍ وه، په كوم كې چې ۳۶ سوه مساپرو د ځائېدو امكان و، كله چې هغه په خپل لومړي سفر باندي روانه سوه ۲۲۲۳ سوارلي په كې سپاره و، خو ځيني مورخين دا شمېر ۲۲۲۷ ښيي .

د ټايټانيك جوړښت په ۱۹۰۷ ميلادي كال كې په شمالي ايرلېنډ كې، د سمندري بېړيو د جوړوني په مركز بلفاسټ كې   پيل سوى و، دا بېړۍ د وايټ سټار ملكيت وه، چا چې په يوه وار د درېو غټو بېړيو اولمپيك، ټايټانيك او ګيګانټيك د جوړولو امر كړى و، وروسته يې د ګيګانټيك نوم بدل كړ او برټينګ نوم يې باندي كېښود، په لومړۍ نړيواله جګړه كې برټينګ بېړۍ د هسپتال په توګه استعماليده، خو له بده مرغه د ټايټانيك په شان دا هم په ۱۹۱۴ كال كې په سمندر كي د دوه كاله ژوند كولو وروسته په سمندر كې د بېړۍ ضد ماين سره مخ سوه او ډوبه سوه .

د ټايټانيك په نقشه كې په لومړي سر كې د ۳۲ ځان ژغورلو وړو كښتيو د ځاى پر ځاى كولو امكان و، خو وروسته يې د بېړۍ د ژغورولو په خاطر  تعداد كم او ۲۰  يې كړ، يو بل رپورټ ښيي چې كمپنۍ د كښتيو له كموالي څخه استفاده وكړه، د كښتيانو د كموالي يو بل مقصد د بېړۍ ښايسته كول هم و

د ټايټانيك اوږدوالى ۸۸۳ فټه و، او دا ده نړۍ يوازي داسي بېړۍ وه په كوم كې، چې د لمبېدو حوض، د سپورټ ځاى، لايبرېري، او د تفريح لپاره ځايونه و

د بېړۍ په لومړۍ نقشه كې د نلونو چي دود ترې ووت شمېر درې و، خو وروسته يې د ښايستوالي په خاطر څلور كړو، په يوه فلم كي له څلورو نلونو څخه د ورېځ په شان دود وزي او اسمان ته پورته كيږي، په زړه پوري خو دا ده چې د انجن له خوني سره يوازي درې نلونه نښتي و او څلورم نل د دود لپاره نه و

ټايټانيك په خپل لومړي او اخېري سفر باندي په ۱۰ اپريل ۱۹۱۲ د برتانيا د سهېل همشائر له بندرګا څخه د نيو يارك په لور روانه سوه، له روانېدو نه وړاندي ځينو ماهرينو بېړۍ د څه مودې لپاره په سمندر كې ګرځولې وه چې وه يې ګوري

يو تاريخ ليكونكى جوټريسي وايي،د ازمايشي سفر په مهال دوربينونه هلته دلته سره ښورېدلي و، كله چې ټايټانيك د نيويارك په لور روانه سوه نو دوربينونه په كې نه و

د جوټريسي په وينا، كه دروبينونه واى آيس برګ ( په سمندر كې د ايخي غونډۍ) معلومېداى سواى، او تر ممكنه بريده به دټايټانيك د تاريخي   مرګ ژوبلي مخنيوى به سوى و .

د بېړۍ عملې ته هڅكله هم  د پېښي په اړه روزنه نه و وركړل سوى

د ټايټانيك لومړۍ درجې كرايه ۴۵۰۰ او د درېمي درجې كرايه يوازي ۳۰ ډالره و ه، خو د درېيم پوړ  خونې د هغه دور د عصر د بېړيو څخه عصري وې

كله چې ټايټانيك په سمندر كې خپل سفر پيل كړ سمندر ارام و، په همدې شپه ۱۴ اپريل كې د اوقيانوس سمندر د حرارت درجه تر صفر كښته لاړه، په همدې شپه كي يوې بلي بېړۍ د مخابرې په واسطه ټايټانيك ته په سمندر كې د تېرېدونكي آيس برګ په اړه ويلي و،  د ټايټانيك د مخابراتي شبكې انتظام د ماركوني مخابراتي شبكې په لاس كي و، د دې اپرېټر زياته پاملرنه د اول او دوهم پوړ مسافرو د پېغام په وركولو او لېږلو ته وه، حال دا چې نه يې د خبر په اړه كومه توجه وكړه بلكي هغه چا ته چې ده ته يې د آيس برګ په اړه معلومات وركاوو هم و رټى، د ځينو مورخينو په كول دا خبر شپږ واره ټايټانيك ته وركړل سوى و

آيس برګ په اړه كيپټن سميت ته هغه وخت و ويل سول چې بېړۍ آيس برګ ته ډېره نژدې سوې وه، دې وخت كې ټايټانيك تقريبا په يوه ساعت كې د ۲۵ ميله په رفتار روانه وه، سميت په ټول توان سره د بېړۍ د مخ اړولو حكم وكړ، خو د بېړۍ رفتار تېز او فاصله كمه وه، د بېړۍ منځنۍ حصه له آيس برګ سره ولګېده، چې بېړۍ يې درې سوه فټه څيري كړه، او په تېزي سره اوبه بېړۍ ته ننوتې، ماهرين وايي، كه چېرته يې بېړۍ مخامخ په آيس برګ كې وهلى واى نو نقصان به ډېر كم و، او تر ممكنه بريده به د غرقېدو نه ژغورل كېده

بېړۍ داسي جوړه سوې وه، چې لاندني څلور منزله د ډوبېدو په حالت  كې هم تلاى سواى، خو كله چې اوبه څلورم منزل ته ننوتې، نو عملې د خطرې احساس وكړ، په مخابره كې يې د مرستي خبر نشر كړ

د مورخينو په وينا ټايټانيك ته د آيس برګ خبر يوې بېړۍ، وركړ  چې د ټايټانيك په څنګ كي يې سفر كاو، او هغه د مرستي لپاره ورتلاى هم سواى، خو د خبر وركولو په ځواب كې د ټايټانيك د مخابرې چلونكي له هغه سره بې ادبي كړې وه، ځكه نو هغوى چپ پاته سول،  له آيس برګ سره د لګېدو  دوه ساعته، څلوېښت دقيقې وروسته ټايټانيك بېړۍ ټوله غرقه سوه

په بېړۍ كي د شتو كښتيو له امله ۱۱۷۸ كسه ژغورل كېداى سواى، خو كله چې يې په اوبو كې كښتۍ  پرېښودې، په لومړيو كښتو كې يې د امكانه زيات خلك كېنول، چې يوه كښتۍ له بې پروايي څخه چپه سوه، همدا رنګه يې يوازې ۷۰۵ مسافر ژوندي پاته سول

په ژونديو كسانو كي تر ټولو زيات ماشومان او ښځي وې، په لومړۍ درجه كي% ۹۴   او په دوهمه درجه كې ۸۱% ماشومان او ښځي وژغورل سوې، د روايتونو له مخي د بېړۍ ۸۷% عمله په كښتيو كې سپاره او وتښتېدل

د درېمي درجې ډېر نارينه په يخو اوبو كې غرق او مړه سول، د درېيمي درجې له خلكو څخه يوازي ۴۷% ماشومانو او ښځو ته په كښتيو كي ځاى پيدا سو

له غرقېدونكې بېړۍ څخه د اخېري كښتۍ اخېري  سپرلۍ، سوار چارلس و، خو هغه كوم مسافر نه و بلكي د بېړۍ د عملې غړى و

د ټايټانيك د پېښي خبر لومړى د نيويارك يوې ورځپاڼي خپور كړ، چې په كي ويل سوي و، چي د بېړۍ له غرقېدو وړاندي ټول مسافر په خونديتوب سره ايستل سوي و

خو ځپلو كورنيو ته په لاس څه ورغلل كنه، ډېر لږ معلومات تر لاسه سوي دي

د سمندري تاريخ د يوې غرقېدونكي پېښي په اړه جوړ سوي فلم۱۸۰۰ ميليونه ډالر ګټه تر لاسه كړه او ريكارډ يې جوړ كړ

د ټايټانيك كېپټن سميت د روانېدو څو ورځي وړاندې په يوه مركه كې ويلي و، چې دا د معمول يو سفر دى، چې په خپل ۴۰ كلن ژوند كې تر اوسه له كومي پېښي سره نه دى مخ سوى

په خپل ځان د اعتماد لرلو دا لومړۍ غميزه نه  ده، تاريخ له تاسي ډېرو غميزو څخه ډك دى



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.