افغانستان

طالبانو دملا عبدالغني برادر دخلاصون اوازې رد کړې

1-gh lnd thumb lnd thumb lnd thumb

څه موده وړاندې په مطبوعاتو کې دطالبانو دمشر ملا محمد عمر مجاهد دمرستیال ملا عبدالغني برادر دخلاصون خبرونه خپاره شول. دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ومنله چې ملا برادر اخند له زندان نه ازاد شوی. په دې وروستیو کې دا خبرونه هم ورکړل شول ، چې نوموړی کراچي ته انتقال شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځاي شوی. درې ورځې وړاندې ځیني رسنیو داسي خبر ورکړ چې ملا برادر اخند انکار کړی چې له خپلو ملګرو طالب مشرانو سره نه ویني.

 

نن طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه الاماره کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره دملا عبدالغني برادر دخلاصون خبره بې اساسه اوازه وبلله ، په اعلامیه کې راغلي : (متاسفانه!! نوموړی اوس هم په زندان کې په داسې حال کې شپې او ورځې تيروي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړده، او ورځ تر بلې د خرابیدو په لوري درومي)

 

په اعلامیه کې ویل شوي څرنګه چې دملا برادر اخند روغتیایي حالت نه دي ښه ،نو داسلامي او بشري خواخوږۍ له امله له زندانه ازادیدل دنوموړي حق دی.

 

طالبانو کلکه غوښتنه کړې چې نوموړی باید ژر ترژر ه ازاد شي.

 

په اعلامیه کې دپاکستان له حکومت نه دملا برادر اخند دخلاصون دخبر په اړه سپیناوي غوښتل شوي ،طالبانو ویلي ، دپاکستان دحکومت له چارواکونه په جدي توګه غوښتنه کووچي ددي خبري سپيناوی وکړي او لکه څرنګه چې یې اعلان کړی هم هغسي نوموړی ازاد  او مو ضوع روښانه کړي . 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x