افغانستان

د افغانستان ۷۰ سلنه روانې اوبه ګاونډيو هېوادونو ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وايي چې د افغانستان د اوبو سرچېنو په اړه د ناسم تنظیم له کبله ۷۰ سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

د اوبو او انرژۍ وزرات مرستیال عبدالبصیر عظیمي دغه څرګندونې نن د علومو په اکاډمۍ کې د محمود طرزي بنسټ له خوا د افغانستان د اوبو په اړه جوړه شوې ناستې ته وکړې.

هغه وویل چې د افغانستان د روانو اوبو مقدار ۷۵ میلیارده متره مکعب ده چې له منځه یې ۵۷ میلیارده متره مکعب سطحي اوبه او ۱۸ میلیارده مکعبه متره تر ځمکې لاندې اوبه دي.

د یاد مسوول له قوله اوسمهال د افغانستان د درې برخو اوبو له منځه له یواځې یوې برخې څخه په هېواد کې ګټه اخېستل کیږي او پاتې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ځي.

هغه زیاته کړې چې حکومت د اوبو د سرچېنو د کنترولولو او نورو بندونو جوړولو لپاره په جدیت سره کار کوي.

د عظیمي د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په افغانستان کې د شته ټولې ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا څخه ۲۵ سلنه (۳۵۰ میګاواټه) برېښنا د هېواد دننه اوبو څخه تولیدیږي او پاتې نورې د بهرنیو هېوادونو څخه واردیږي.

هغه وویل چې که د افغانستان د اوبو سرچېنې په سمه توګه مدیریت او کنترول شي افغانستان کولای شي چې له دغو سرچېنو څخه ۳۱زره میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د کرنې او مالدارۍ د وزارت د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره هکتاره ځمکه د دې توان لري چې کښت دې پرې وشي چې له منځه یې پنځه میلیونه او ۵۰۰زره هکتاره ځمکه د افغانستان په اوبو خړوبېدلای شي خو اوسمهال په دغه اوبو یواځې دوه میلیونه او ۱۰۰زره هکتاره ځمکه خړوبه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x