افغانستان

د چک بند د بیا رغولو تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د اوبو او برېښنا وزارت له افغاني او تاجکي شرکتونو سره د میدان وردګ ولایت د چک پخواني بند د بیارغونې تړون لاسلیک کړ.

د میدان وردګ والي ځونډي ګل زماني ویلي چې د یاد بند تړون له امیدجلالیان په نوم تاجکي او الهاشم افغاني شرکتونو سره په ارګ کې لاسلیک شو او د رغولو چارې به یې په درې کلونو کې بشپړې شي.

د دغه بند رغولو لپاره د دولت د پرمختیايي بودیجې څخه ۹۲۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي. د دغه بند د بیا رغولو وروسته به برېښنا کوټ ۴زره کورنیو ته برېښنا ورکړي.

په دغه بند به درې توربینونه لګول کیږي چې ټول به نېږدې ۴ میګاواټه برېښنا تولید کړي او ترې به د میدان وردګ ۲۴ ګټه واخلي.

د چک برېښنا بند په ۱۳۲۵ل کال کې د المان هېواد له خوا جوړ شوی و او هغه مهال یې د درې میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت درلود. د کورنیو جګړو له کبله د دغه بند پراختیا چارې وځنډول شوې او اوسمهال یواځې څو کلیو ته برېښنا ورکوي.

یاد بند د افغانستان یو له پخوانیو بندونو څخه دی، د کورنیو جګړو وړاندې د دغه بند څخه ترلاسه کېدونکي برېښنا به کابل ته ورکول کېدله او د جګړو پر مهال د سیمې ولسونو يې په خپل امنیت نیولی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x