افغانستان

افغان حکومت پر تورخم د پاکستان له اړخه دروازه جوړېدل نا مناسب اقدام وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ پر تورخم باندي د دروازې جوړول په کلکو ټکو وغندل او دغه یې یو مایوسه کوونکی ګام وباله.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن ټکی اسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان دغه کار د دواړو هیوادونو تر منځ د شوي توافقاتو خلاف او یو نا مناسب اقدام دی.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د تورخم د دروازې په اړه یا د ډیورنډ پر لیکه باندي د تاسیساتو جوړېدو په اړه دواړو هیوادونه یو له بل سره کوم توافقات کړي دي، خو ویلي چې د پاکستان دغه پرلپسې تیروتنو په خلاف به جدي عکس العمل وښيي.

دوه میاشتي وړاندي د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونو په تورخم کې د نویو تاسیساتو او دروازې د جوړېدو پر سر جګړه سره وکړه چې د دواړو لوریو څخه څلور تنه عسکر په کښي ووژل شول او دغه لاره د یوې اونۍ لپاره د مسافرو پر مخ وتړل شوه.

پاکستان په تیرو ورځو کې خپل د دروازې جوړېدو چاري بشپړي کړې او دغه دروازه یې رسما د باب پاکستان په نامه ونوموله.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو سره سم هره ورځ دروازه پر شپږ بجې پرانیستل کیږي او بیا پر اوه بجې بیرته تړل کیږي.

پاکستان اوس پر دغه لاره یوازي هغو افغانانو ته د تیریدو اجازه ورکوي چې پاسپورټ او ویزه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x