نظــر

خاطره لیکل

 د ورځنیو پېښو قلمبند کول، د هر ويښ او مسئول انسان اړتیا ده. اړینه نه ده، چې خاطره‌لیکونکی دې پېژندل شوی سیاستوال او یا مشهور لیکوال وي. هر څوک کولای شي، خپل خاطرات ولیکي. که یې نورو ته لوستل څه ګټه ونه لري، لږ تر لږه لیکونکي ته خو يې دا ګټه شته، چې په راتلونکي کې به د خپل تېر په باب څه یادښتونه ولري. 

په نوره نړۍ کې خو لیکوال، په تېره مشهوره لیکوال خپل خاطرات هرومرو لیکي. د نوموتو لیکوالو یادښتونه، نه یوازې دا چې د ده د شخصي ژوند په اړه معلومات لري، بلکې د هغوی خاطرات د دوی د ژوند د پير پر مهال ګرد ټولنیز، سیاسي او تاریخي پدیدې رانغاړي. سربېره پر دې د پیاوړو لیکوالو خاطرې د ژبې په ادبي غنا کې ګټوره زیاتونه باله شي، چې دا ارزښت یې تر نورو هغو ښايي ډېر وګڼل شي.

د سیاستوالو د خاطرو ټولګه بیا ځکه د اهمیت وړ وي، چې سیاستوال خپله په پېښو کې دخیل وي؛ نو د یوه عیني شاهد په توګه د پېښو تتې څنډې ښه رڼولای شي. دا دود په لوېدیز کې ډېر پیاوړی دی. هلته سیاستوال تقریبا ګرد، له خپلو سیاسي مأموریتونو وروسته د یوې ټولګې په بڼه خپل خاطرات لیکي. د ۲۰۰۱م په پیل کې، کله چې د C.I.A مسئولین راغلل او د متحدې جبهې له چارواکو سره یې پټې خبرې وکړې، دا خبرې وروسته د هغوی د خاطراتو په بڼه تر رسنیو ورسېدې. ټامي فرانکس د (امریکايي سرتېري) په نامه په خپلو خاطرو کې د یادو مذاکراتو داسې رازونه بربنډ کړل، چې د دوی مقابل له لوري په خیال کې هم نه و، چې دا خبرې به کله خپرې شي.

څه موده کېږي، چې د فېسبوک ټولنیز جال کې مې د ډاکټر جوادظریف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاڼه خوښه کړې ده؛ نو وخت ناوخت چې څه لیکي، زه یې لوستلای شم. ډاکټر ظریف پوخ ډیپلومات دی. د ده په راتګ سره د ایران دېرش کلن د «مرګ بر امریکا» سیاست تر ډېره د بدلون په لور رهي شوی دی. ظریف چې کله په ملګرو ملتونو کې د یران دایمي سفیر و، خپل خاطرات یې د (ښاغلی سفیر) په نامه کتاب کې خپاره کړل. په پاکستان کې قاضي حسین احمد تر مرګه کالمونه لیکل. د پاکستاني اتوم پلار، ډاکټر قدیرخان اونۍ کې یو یا دوه ځله په اردو او انګلیسي په دوو ورځپاڼو کې کالمونه لیکي.

د سیاستوالو خاطره لیکل ځکه مهم وي، چې تاریخ‌لیکونکو ته کار ډېر اسانه او کره کولاي شي. که سیاستوال په رښتینولۍ او صداقت سره خپل یادښتونه ولیکي، راتلونکو نسلونو او په تېره سیاستوالو ته به ډېر څه ولري. په دغه تېر جهاد کې، زموږ رهبران په ډېرو حساسو موقعیتونو کې واقع شول؛ خو چا هم خپلې خاطرې ونه لیکلې. که چا ولیکل، نو ځان‌غوښتنه، د ځان درنه او د بل سپکه ویل پرې دومره غالب وو، چې د لیکلو اهمیت یې په اوبو لاهو کېږي. سیاستوال که د خاطره لیکلو پر مهال پر خپلو تېروتنو د اعتراف اخلاقي زړورتیا ونه لري، د خاطراتو اهمیت یې سخت زیانمنېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x