افغانستان

جنرال دوستم ډلې په فاریاب کې د ملکي وګړو د وژنو تورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هغه راپور رد کړی چې په کې نوموړي ته منسوب وسله‌وال د ملکي وګړو په وژنه تورن شوي وو.

پرون /یکشنبه، زمري ۱۰مه/ د ملګرو ملتونو اړوند د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د ملیشو اړوند ویلي چې دغه ملیشې د بشري حقوق درناوی نه کوي او په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د جګړې په نامه یې ولسي وګړي وژلي، ټپیان کړي او د خپلو سیمو څخه یې هجرت ته اړ کړي دي.

دغه سازمان له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې باید د لومړي مرستیال جنرال دوستم پر ملیشو بندیز ولګوي او په قتلونو تورن کسان محاکمه کړي.

یاد سازمان جنرال دوستم هم په ډیرو جنګي جرمونو او قتلونو تورن بللی و او ویلي يې وو چې دوستم ته منسوبو د جنبش ملېشو په ۲۰۰۱ کال کې هم د پښتنو پر وړاندې پراخه جرمونو ترسره کړي.

اوس تازه یاد ګوند د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې راپور رد کړی او دا راپور یې بې اساسه او له حقیقته لرې بللې دی.
دوی زیاته کړې چې په فاریاب کې د جنرال دوستم په مشرۍ ترسره شوي عملیات د یاد ولایت د سقوط څخه د ژغورنې په موخه ترسره شوي وو.

خو د بشري حقونو ادارې بیا ویلي چې دوی هغه کلیو ته ورغلي چیرې چې د دوستم ملیشو تازه عملیات کړي وو او په روانه جولايي میاشت کې د دولت اباد ولسوالۍ د کلیوالو سره مرکې وکړې چې د هغو څخه د حشمت په نامه یوه کلیوال ورته داسې وویل:

«شاوخوا اته بجې سهار، زه په خپل کور کې وم چې د جنبش ملیشې ۲۰۰ رینجر موټر زمونږ کلي ته راغلل، د افغان ملي اردو عسکر د دوی سره نه وه ورسره، دوی سره کلاشنکوفونه او نوري وسلې وي، مونږ ته یې په چیغو ویل: «تاسو طالبان یاست!»، هر څوک چې به له کوره راوتل پر هغو یې ډزي کولې».

د ثریا په نامه پنځوس کلني میرمني وویل: «زه یې د ماشین په کنداغونو پر ملا ملا وهلم، او راته ویل یې: « تاسو پښتانه یاست، تاسو هیڅ هم نه شی ویلای، تاسو هیڅ حقوق نه لرئ».

د ثریا زوی «رسول» چې دیرش کاله عمر لري، وویل: «دوی له تیرو اتو میاشتو څخه هر وخت راځي، خلک ویروي، او د هغوی څخه په زوره پیسی او خوراک غواړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x