ټولنیزه برخه

د ښه کار پر وړاندي حيرانوونکې ننګونې

 

لیکوال او ژباړن نیازمحمد

له انګریزي سرچینوڅخه

 

هغه کار کوونکي او اداره چیان چې په یوه اداره کې  غوره او ګټور کارونه تر سره کړي، کار يې اغيزمن او ځواکمن وي خو بیا هم له یو شمير ستونزو سره مخ کیږي.

څيړنو ثابته کړې ده، هغه کسان چې په ور سپارل سوې دنده کې صادق وي او کارونه په پوره غور او بريالیتوب تر سره کوي، هغوي همیشه د لوړې وړتیا خاوندان وي.

د ډوکس فوکوا د سوداګرۍ ښوونځی (Duck’s Fuqua School of Business) چې د امریکې د متحده ايالتونو په دورهام شمالي کورلینا کې کې موقعت لري، په یوه نوې څېړنه کې سپارښتنه کوي هغه کسان چې پر ځان ډاډ من او باور لرونکي وي هغوي خپلې د زوکړې ورځې په یاد لري او همیشه د خوندورو غيرې صحي خوړو پر ځای بې خونده، لږ صحي خواړه خوري، په خپل کار ځای کې پر زیاتو پروژو کار کول خوښوي، هرې ستونزې او شخړې ته په اسانۍ حل لار مومي، له دې ټولو ښېګڼو سره سره کیدای شي بیا هم له ځینو ستونزو سره هم مخ سي.

دکتورا ته نومانده لیکواله (کریسټي ژو کوال) چې اثر یې د شخصیت او ټولنیزې اروا پوهنې په ژورنال کې نشر سوی دی، وايي: ((وګړي هر کله پر ځان  په لوړه کچه د واک او باور لرلو د څرنګوالې په اړه ښې خبرې کوي))

ښه او مثبه انګیزه لرل په ډیرو برخو کې ښه وي لکه څنګه چې اغلې کریسټي وړاندې وايي: ((د ښې مثبتې اوځواکمنې انګیزې لرونکې کسان هغه څه چې غواړې لاسته يې  راوړي، اصلاً دوی د موخو د تعقیبولو او همکارانو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو اوچته وړتیا لري))

 

د مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکو کسانو اقتصادي وضعیت ترخپلو هغو ملګرو چې پرخپل ځان لږ واک لري (less-disciplined) ډيرغوره وي،

د ښې روغتیا څيښتن وي.

عموماً د لوړو شخصي اړیکو لرونکې وي، خو بیا هم نوموړو ته دا ټول ډیر ګران تمامیږي.

څیړونکو موندلې ده هغه کسان چې پر خپل نفس  په لوړه کچه واک او باور لري هغوي د خپلې وړتیا له کبله تر ډیر کاري فشار لاندې وي.

څیړونکي واي پر ځان باور لرل د دندو د ښه ترسره کولو واړندوینه کوي.

 

د غوره، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکو کسانو دغه وړتیا بې ګټې نه وې تر ټولو مهم دا هم ښودل شوي چې پر ځان باور ولري.

ویل کیږي که له دا ډل کسانو څخه په زیاته افراطي کچه کاري تمه ولرو، کیدای سي دا تمه چې په راتلونکي کې د يادو کسانو د ښه کارکولو پر وړتیا باندې منفي اغیزې ولري.

ځکه څیړنې ښودلې هغه وګړې چې پر ځان په لوړه کچه واک او باور لري، موږ هم هڅه کوو چې نوموړو ته ډیر کار وسپارو او باید وویل سي چې دا تمه منطقي ده.

که څه هم مونږ ته به د نوموړو لپاره د دې ډېرو ورسپارل سویو دندو ترسره کول اسانه ښکاري خو په حقیقت کې داسي نه ده.

لیکواله کریسټي کوال وایې پر ځان  د لوړ واک او باور لرونکو کسانو لپاره د دندو تر سره کول هغومره ستونزمن وي لکه د نورو عادي وګړو لپاره خو دوی ته ورسپارل سوي دندې د نورو کارکوونکو په پرتله په ژمنتیا او ښه توګه سرته رسوي.

نوموړې زیاته وي په ښه توګه د دندو په ترسره کولو ټینګار کوي او کیدای سي چې د ورسپارل سویو دندو د ترسره کولو لپاره اسانې لارې چارې او ښې ستراتیژۍ غوره کړي.

کوال  زیاتوي سربیره پر دې چې ساینس هم پرځان د لوړې کچې واک لرونکې کسان ستایي خو د دې کسانو مشر (رهبر/ آمر) کیدای سي چې د هغوی هومره ستاینه و نه کړي.

عام خلک هم د دندو په ترسره کولو کې د غوره، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکو کارکوونکو هڅې لږ اټکلوي.

هغوی له هغو کارکونکو څخه چې په لوړه کچه په ځان باندې واک لري زیاته تمه کوي.

دا ټولې چارې بیا کله د ستونزو د رامنځته کیدلو سبب ګرځي،هغه وګړي چې پر ځان لوړ واک او باور لري تل تر نورو هغو کسانو چې پر ځان لږ باور او واک لري ځان تر نورو ډير تر فشار لاندې ښيي.

څیړنې ښوودلې چې نوموړي کسان د خپلو همکارانو لپاره په زیاته پیمانه سرښندني ورکوي.

که څه هم دغه سرښندنې د دوی د خپلو موخو د ترلاسه کولو سر په ټکر کې وي او همدا محرکه قوه (dynamic) په مینه ناکه (romantic) اړیکو کې هم ورته رول لوبوي.

دا ټول د دې مانا نه لري چې د ښې یا غوره، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکې کارکوونکي دې خپلو هڅو ته د پای ټکی کښیږدي، پر ځان  په لوړه کچه د واک او باور لرلو  ګټې تر زیان زیاتې وي،

مدیران، همکاران ، خواږه او مینه ناک ملرګي باید یاد ولري که چیري پر ځان د لوړ واک او باور لرونکې کسان تر افراطي فشار لاندې راولي کیدای سي هغوی له لاسه ورکړی.

څرنګه چې پر هغو کسانو چې د ښې، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکې دي د لنډ مهال لپاره تکیه کول ښه ستراتیژي ده.

نوموړي به د ندې سرته ورسوي مګر که دا ستراتیژي د اوږده مهال لپاره غوره سي کیدای سي چې د کوم فشار له کبله ښه پايله ونلري.

اغلې کوال ټینګار کوي اړینه ده چې موږ باید یاد کسان د دوی د هغو هڅو لپاره چې کیدای سي لږ ارزښت ورکول سوی وي یا ارزښت نه وي ورکول سوی وپیژنو او تر نورو کار کوونکو یې غوره وګڼو.

نوموړو ته باید د هغو نوښتګرو هڅو په بدل کې چې د دندو په ښه ترسره کولو کې یې په کار اچوي غوره هڅونکي احساس ورکړو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x