ټولنیزه برخه

دخوشحاله کسانو ځانګړتیاوي وپیژنئ!

ژباړه: محمد یعقوب واحدي

امکان ولري یو کس دخپل ملګري په لیدو خوشحال شي،یوبل په سفر تللو کې په خوښیو پسي ګرځي،اوځینې نور مرغانو ته په دانه ورکولو کې خوښئ لټوي، خوښ انسانان همداسي په خپله خوشحاله نه دي پیداشوي، هغه هر وخت دخوښیو په لټه کې وي. هغه لومړئ خپل ځان پیژني او په دې هم پوهیږي چې کوم شیان یې دخوښئ لامل کیږي.

څوکلن یاست،څه فکر کوی څوکاله به نور ژوند ولرئ، دغه څو کلونه چې دتادپاره راتلوونکې دي څنګه فکر لري چې څه قسم ژوند وکړي، ستا حالت څنګه دی ؟آیا خوشجاله یاستئ؟ په راتلونکي کې څه قسم ژوند غواړي؟ چیرته یې؟ په خپل ژوند کې تر کومې اندازي خوښ یې ،که په يوازي ځای کې ناست یې خپل سر دپه زنګنو ایښئ خپل غمونه شماري،خوشحاله انسانان تل خوښ او فعاله وي او هغه کسان خپله ونډه په ټولنه کې په ښه توګه تر سره کوي.

ته همدا اوس هم ژوندکولو په حال کې یې

خوشحاله خلک دسبا لپاره ژوند نه کوي،کوم څه چې تیر ورځ پیښ شوي دهغه په اړه فکر نه کوي، هر ورځ دهغه دپاره یو نوي شیبه او یو نوی چانس دی. هغه هر شیبه دخوښیو ډکه او خوشحاله ژوند کوي، هغه دژوند دهرې شیبې او هرې دقیقې او هرې ثانیې څخه خوند اخلي.

تل وایې آوو:

دخوشحاله کسانو تل دژبې په سر )آوو) وي مخکې له دې چې ووایې (نه)خو نه یې وایې هغه هيڅکله دشرم څخه د(نه ) ویلو لپاره چاته منفي ځواب نه لري، هغه کسان ځای ته په کتو سره ریښتیا یې که کوم کار په توان کې وي دهغوی ځوابونه تل (آوو) وي ، هغه چې د >>نه<< ویلو توان او قدرت هم لري خو بیا هم چاته (نه ) نه وایې .

هروخت په احترام قائل وي

خوشحاله کسان هر وخت مودب وي ، تل خپل نوبت مرعات کوي او دهغه خلکو سره داسي چلند کوي څنکه چلند چې یې خوښ وي همغه شان چلند باید دهغه سره هم باید وشي.

هغوی وخت ته ارزښت ورکوي

خوشحاله کسان په ژوند کې په غیر ضروري کارونو پسې نه ځي، بې کټې کارونه چې هغوی، هغه لاره چې مخکې نه انتخاب کړي ده لري کوي، هغوی مخکې خپله تګلاره لري او خپل ژوند دهغه سره برابروي بیا مخکې ځي.

له کوچنیو شیانو څخه خوند اخلي

خوشحاله کسان دجزوي شیانو سره مینه لري، مثلاً کله چې دسړک غاړي ته موټر چلوي دګل دبویولو لپاره دموټر څخه راښته کیږي.

کله چې غره ته خیږي دغریبانو خلکو سره خبري کوي په لار ورسره ځي، خوشحاله کسان د ژوند په جزوي شیانو پسې نه ځې تر څو یې مهم کارونه ته ونه رسیږي، مرحله په مرحله دټولو شیانو څخه خوند اخلي.

دخپل ځان سره مینه لري

خوشحاله خلک آزاد وي او دې پریکړي ته رسیدلي دي چې اول باید خپلې اړتیاوي وسنجوي ، وروسته بیا دنورو اړتیاوي، هغو په دې عقیده دي تر څو چې دخپل ځان سره مینه ونلرئ نه شی کولای دادرک کړئ چې دنورو سره مینه وکړئ. هغوی دخپل ځان لپاره وخت په نظر کې نیولي او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې لومړنئ کس چې کولای شي هغه خوشحاله کړي خپله دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x